جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپاکستان: زلزلې سلګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

پاکستان: زلزلې سلګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند:(پنجشنبه، د میزان پینځلسمه) د پاکستان په بلوچستان ايالت کې يوې درنې زلزلې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي او په سلګونه نور يې ټپیان کړي دي.

د بلوچستان يوه چارواکي نصير ناصر ويلي چې د لومړنيو راپورونو له مخې، په دې زلزله کې تر شلو پورې کسان وژل شوي خو ښايي دا شمېر زیات شي.

راپورونه څرګندوي، چې سلګونه نور کسان د دې زلزلې له کبله ټپيان شوي هم دي. په وژل شويو او ټپيانو کې د ښځو او ماشومانو د موجوديت خبر هم ورکړل شوی دی.

خلکو نيوکه کړې، چې حکومت يې مرستې ته په سمه توګه رسيده ګي نه ده کړې. پاکستان د سیمې له هغو هېوادونو څخه دی، چې ورته زلزلې زياتې پکې کيږي.

هلته تر ټولو شديده وروستۍ زلزله په ۲۰۱۵ کې وه، چې تر ۴۰۰ زيات کسان پکې ووژل شول. د پاکستان حکومت د زلزلو د زيانونو د کميدو لپاره د تدابيرو له اړخه تل تر نیوکو لاندې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...