تاند:( پنجشنبه، د ميزان پینځلسمه) سره له دې، چې طالبان داعش ډلې ته خطر نه ګڼي، خو د دوی يو لوی نړيوال ملاتړی( روسيه) په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو زیاتوالي اندیښمنه کړې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماریا زاخاروفا نن (پنجشنبه) وویل، چې روسیه په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیت پر زیاتېدو اندېښمنه ده.
د دې په وینا روسیه په ځانګړې ډول دې ته اندېښنه لري، چې د داعش فعالیتونه په کابل کې د روسیې د سفارت په شاوخوا کې لیدل شوي دي.
ويل شوي، چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د روسیې سفارت ته نژدې د داعش ډلې ۵ غړي ووژل شول.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پر طالبانو ږغ کړی چې د روسي دیپلوماتانو او سفارت د امنیت لپاره نور اقدامات وکړي.
د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد نن رسنيو ته ويلي، چې داعش ډله په افغانستان کې جدي خطر نه دی، خو دوی یې پر ضد اقدامات پيل کړي او پټنځايونه يې په نښه شوي دي.
شنونکي انديښمن دي، چې ياده ډله په افغانستان کې له زيات شوي بشري او اقتصادي ناورين څخه په استفادې سره د خپلو ليکو لپاره جلب و جذب پياوړی نه کړي او په يوه لوی ګواښ وانه وړي.