جمعه, مې 3, 2024
Home+د اکتوبر ۸ مه په تاریخ کې

د اکتوبر ۸ مه په تاریخ کې

تاند- د اکتوبر په اتمه به ښايي ډېرې ښې پېښې هم شوي وي خو ګڼې بدې پېښې هم شوي چې د تاریخ له حافظې نه دي وتلي.

د ۲۰۰۵ م کال د اکتوبر په ۸ مه په پاکستان کې ۷ اعشاریه ۶ ریښتره زلزلې د خیبر پښتونخوا او پاکستاني کشمیر یو شمېر سیمې سختې وځپلې. دې زلزلې شاوخوا ۷۰ زره تنه مړه او ۷۰ زره نور ټپیان کړل.

د دې زلزلې له کبله تر ۳ ملیونه ډېر نور بې کوره شول.

د ۱۹۸۳ م کال د اکتوبر په اتمه د امریکا په متحدو ایالتونو کې د ریښتر په کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزله وشوه.

دې زلزلې نیویارک او د کاناډا ځینې برخې ولړزولې. په دغو سیمو کې، چې زلزله ډېره عامه نه وه خلک د سهار په ۶ بجې او ۱۹ دقیقې سخت وترهېدل.

د ۱۹۷۱ کال د اکتوبر په اتمه په شیکاګو کې اور بل شو.

د شیکاګو اور د اکتوبر په اتمه د یکشنبې په ورځ پیل شو، او درې ورځې یې دوام وکړ تر دې چې د سې شنبې په ورځ، د اکتوبر په لسمه مړ شو.

د ۱۹۴۱ کال د اکتوبر په اتمه د جرمني نازي ځواکونو پر مسکو پراخ بریدونه پیل کړل. دوی دا بریدونه په داسې حال کې پیل کړل چې له مسکو څخه یوازې ۱۲۵ کیلومتره لېري ول.

هیتلر باور درلود چې که شوروي اتحاد ونیسي ډېرې وسلې به ونیسي او د نورو سیمو د لاندې کولو لپاره به اسنتیا ورته برابره شي.

د ۱۹۵۲ د اکتوبر په دې ورځ د لندن په شمال کې درې رېلګاډي ټکر شول چې په نتیجه کې یې ۸۰ تنه مړه او ګڼ نور ژوبل شول.

د ۱۹۶۶ په دې ورځ د کاناډا په تورینتو کې هم رېلګاډي ټکر شول. په دې پېښه کې ۱۸ ماشومان مړه شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب