تاند(جمعه، د میزان ۱۶) د نړۍ تر ۱۵۰ ډېرو لویو پانګوالو په نړۍ کې د اعدام سزا د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.
دوی پرون (پنجشنبه) په یوې اعلامیې کې د اعدام سزا د نابرابرۍ د دوام سبب بللې ده.
د نړۍ د پانګوالو له لوري د اعدام پر ضد کمپاین د تېر کال د ژمي په وروستیو کې د موسیقۍ په ستر فیستوال (جنوب له جنوب لوېدیځه) کې د ریچارډ برانسن له لوري پیل شو.
د اعدام د سزا د لغوه کېدو د اعلامیې په لاسلیکوونکو کې د مود یا فېشن د صنعت ملیاردر فرانسوا هینري پینو، د بین او جري د ایس کریم جوړولو کمپنۍ خاوندان بین کوهن او جیري ګرینفیلډ، اریانا هافینګټن، یونیلیور او د بریتانیايي – هالنډي شرکت مدیران شامل دي.
د ملګروملتو څه باندې ۱۷۰ غړیو هیوادونو د اعدام سزا یا په خپلو قوانینو کې لغوه کړې او یا عملاً نور څوک په اعدام نه محکوموي.
د امریکا د ۵۰ ایالتونو په منځ کې په ۲۳ ایالتونو کې د اعدام سزا غیرقانوني ده او تر لسو ډېرو نورو کې له ډېرو کلونو راهیسې څوک اعدام شوي نه دي.
د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېر اعدامونه په چین کې کېږي خو د دغه هیواد حکومت اعدامونه نه اعلانوي.
د بخښنې د نړیوال سازمان پر اساس ایران تېر کال ۲۴۶ تنه اعدام کړي چې په نړۍ کې د ثبت شویو اعدامونو نیمايي ته رسېږي.
له ایرانه وروسته مصر ۱۰۷، عراق ۴۵ او سعودي عربستان ۲۷ اعدامونه کړي دي.