شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د طالبانو لپاره نړیوال رسمیت پیژندنه څومره مهمه ده؟

د طالبانو لپاره نړیوال رسمیت پیژندنه څومره مهمه ده؟

نورمدین بلخېل

د طالبانو اسلامي تحریک چې تېرو ۲۸ کالو را هیسې په افغانستان کې سابقه لري، تر ډېره یې اهداف او کړنې ملي دي، یو اسلامي غورځنګ دی او تقریبا خپلو ټولو ملي موخو ته د اسلام له نظره ګوري، د طالبانو ځینې مشهور مشران لکه ښاغلی ملا محمد عمر مجاهد، ښاغلی مولوي جلال الدین حقاني او نور هغه څوک وو چې کړنې یې ملي وې او تل یې خپل ځانونه د ولس په منځ کې لیدل، دوی خپل ټول عمر د افغان ملت نه قربان کړ او تر مرګه یې دښمن ته سرونه ټیټ نه کړل.

په اوس مهال کې د طالبانو مشران ډېر هوښیار او حساس دي، دوی به حتما د خپل ولس په درد پوه شوي وي، انشاء الله دوی به خپل هېواد د اقتصادي ځوړتیا څخه وژغوري، یوه ښه حکومتوالي به را منځته کړي، چې افغانان د  څو لسیزو له غمونو څخه خلاص شي.

د افغانستان اسلامي امارت لپاره نړیوال رسمیت پیژندنه دومره مهمه ده لکه څومره چې د دوی لپاره د افغانستان تر لاسه کول مهم وو، ځکه په ځینو حالاتو کې د حکومت نیول اسان دي، خو د حکومت چلول او خلکو ته د چوپړ وړاندې کول مشکل وي، چې فکر کوم طالبان هم په همداسې ازموینه کې ګیر دي، طالبان باید د خپل هیواد د لا  بهبودۍ لپاره هم په خپل هیواد کې او هم به بهر کې له نورو هیوادونو سره ښه روابط ولري.

په دې وروستیو وختونو کې ایران، امریکا، هند، تاجکستان او نورو هیوادونه د افغانستان د شرایېطو سره علاقمندي نه ښیي او داسې ښکاري چې دوی به د طالبانو له خوا را منځ ته شوی اسلامي امارت په رسمیت ونه پیژني، چې دا به د طالبانو لپاره یو بد حالت وي، کیدای شي په پورته ذکر شویو هیوادونو کې هر یو د افغانستان په اړه متفاوت افکار ولري، د مثال په ډول د تاجکستان ولسمشر د افغانستان په اړه یوازې د یو قوم په اړه چې یو اقلیت دی، پر طالبانو نیوکې کوي، خو ایران اسلامي جمهوریت بیا په افغانستان کې د هزاره ګانو غم اخیستي، داسې معلومیږي چې ایران په افغانستان کې د امریکایانو په ماتې خوښ دی مګر د طالبانو اسلامي امارت چې مطلق د افغانستان ستر مذهب سني په کې واکمن دی، ایران ته سل فیصده د منلو نه دی، ځکه ایران له ډېر وخت را هیسې په دې هڅه کې دی چې په افغانستان یو غیر پښتون او غیر سني سیسټم را منځته کړي، امریکا بیا د ښځو او بشري حقونو خبره کوي چې په دې وجه یې پر طالبانو اقتصادي بندیزونه هم لګولي او لا هم د نورو بندیزونو په لټه کې ده، روسیه ممکن ځان ته ملاحظات ولري چې لا تر دې یې د طالبانو حکومت رسمیت پیژندلو لپاره علاقه مندي نه ده څرګنده کړې، هند تشویش لري چې ممکن په افغانستان کې د کشمیر مجاهدین ځای پیدا کړي چې دا به هند ته یو ګواښ وي، فرانسه طالبان د یوې اسلامي ډلې په توګه نه خوښوي او د تېرو پنځوسو کالو را هیسې په افغانستان کې د اسلامي تندروی څخه بد وړي، له همدې امله یې د اسلامي ډلو په وړاندې د احمدشاه مسعود ملاتړ کاوه، جرمني هیواد د امریکا په شان دریځ لري دوی فکر کوي که چېرې طالبان د القاعده او نورو وسلوالو ډلو سره چې د غرب سره دښمني لري خپلې اړیکې پرې نکړي نو دوی به طالبانو سره سیاسي او اقتصادي روابط ونه پالي.

په دې اواخرو کې د طالبانو دوست ملک قطر هم وویل چې دوی به طالبان تر هغې په رسمیت ونه پیژني تر څو چې طالبانو په افغانستان کې یو معتدل نظام کوم چې د افغانستان د خلکو او د بشري حقوقو ارزښتونه په پکې خوندي وي، را منځ ته نکړي، د دې سره په څنګ یو څو هیوادونو چې کابل کې سفارتونه لري لا هم د افغانستان اسلامي امارت په رسمي توګه نه دی منلی.

که چېرته د طالبانو په مشرۍ اوسنی نظام په رسمیت ونه منل شي لاندې عواقب به ولري:

۱- طالبان به هیڅکله نړیوال سټیځ خپل نکړي او دوی به په نړۍ کې فقط د یوې منفورې ډلې په حیث وپیژندل شي، چې دا به د طالبانو د حیثیت او عزت لپاره بده خبره وي.

۲- طالبان به ګوښه او منزوي شي، هغوی به د شمالي کوریا او مغولستان په شان د نړۍ له نظره ووزي او هیڅکله به د یو اسلامي حکومت په توګه د نړۍ د نورو هیوادونو سره سیال نه شي.

۳- پر طالبانو ممکن نړیوال بندیزونه ولګیږي چې په پایله کې به یې یوازې حکومت نه بلکې د افغانستان ولس هم تباه شي.

۴- په افغانستان کې به د خوارکي موادو او دارو درملو نیستي راشي چې په دې سره به د افغانستان د خلکو دغه بد ناورین څو چنده زیات شي.

۵- داعش، پنجشېر مقاومت او نور افغان دښمنه عناصر به تقویه شي، ممکن ځینې غریبان او یا هم مرور خلک د دوی سره یو ځای شي، کیدای شي ځینې ډلې یې نړیوال مشروعیت هم تر لاسه کړي چې دا به د طالب او هم د افغانستان د خلکو لپاره بده پایله ولري.

۶- که چېرته طالبان د نړیوالو رسمیت نه پيژندلو په صورت کې په کومو جدي اقداماتو لاس پورې کوي نو کیدای شي په یو ډول د نړۍ د پوځي غبرګون سره مخ شي، چې دا به یوه بېله ستره ستونزه وي، نړۍ کیدای شي د پنجشېر مقاومت مادي او معنوي ملاتړ وکړي او یا دا چې ځینې هیوادونه به د داعش تقویت ته زړه ښه کړي.

۷- که چېرته طالبان د نړیوالو له خوا رد کیږي ممکن د افغانستان خلک دا وضعیت تر ابده ونه زغمی، چې نتیجه به یې د افغانستان اسلامي امارت او د خلکو تر منځ واټن را منځته کړي.

په نتیجه کې ویلای شو چې باید طالبان نړۍ ته قناعت ورکړي، تر څو د دوی له خوا را منځ ته شوی دولت په رسمیت وپيژني، دا به د طالبانو لپاره په نړیوال میدان کې یو مسلکي چلند وي او هم به د طالبانو د لوړاوي لپاره یو مثبت ګام. طالبان باید دا ونه انګیري چې نړۍ هیڅ ارزښت نلري، نړۍ اوس د یو کلي په څېر ده چې کلي کورو په منځ یو کورنۍ ژوند کوي، نو دغه کورنۍ به د کلي اصول وړي، خو که چېرته ترې سرغړونه کوي نو بیا دوه لارې لري، یا به کلی پریږدي او کډه به ترې باسي او یا به هم په داسې بد حالت کې ژوند کوي چې څوک به ور سره مړی او ژوندی نکوي، چې البته دا ژوند به له کړاو او ستونزو ډک وي او د عزت ژوند به نه وي.

2 COMMENTS

  1. د تاند ادارې ته،‌
    لطفا داسې چټیات مه خپروئ. جلال الدین حقاني په یوه ویډیو کې وایي چې په ۱۳۵۴ کال کې پاکستان ته کډه شو او دغه وخت داودخان حاکم وو چې په افغانستان کې یې یو فوق العاده پرمختیایي نظام رامنځته کړی و او کار یې کاوه خو دا کوستیزن د حکمتیار، رباني او مسعود په څېر ترې تښتیدلی او له هغه ځای نه یې د افغانستان د ورانولو کار شروع کړی دی. ملا عمر د څه شي ملي سړی و؟ هغه د څو عربانو لپاره افغانستان کې د غربي لښکرو غوبل جوړ کړ چې په لسګونو زره انسانان په کې ووژل شول. دا اوس دوی څه لري؟ هیڅ. هر څه یې د پاکستان د سفیر په لاس کې دي هغه چې ورته هر څه وایي هغسې کوي.

  2. د هغه سر ملا عمر يې په ښ ټول افغان واچوم چې نه پنجاب ته سر ټیټ نيسي نه بل کوستيزن ته،،، نن خو که څوک د طالبانو په خوا يي لږ دې هغه سر کوستيزن طالب خبرې واوري چې شل کلن افغانان يې په ډيره بېشرمي يې يو ځل بيا ددوی اميد ور ډوب کړ په تاريکه کې، څه فکر کوی چې آخر به ملت هغه چا ته مخه نکړي چې د طالبانو ضد دي،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب