شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد عیدګاه جومات په خوله کې په چاودنه کې ۱۳ تنه وژل...

د عیدګاه جومات په خوله کې په چاودنه کې ۱۳ تنه وژل شوي دي

تاند:( يکشنبه، د ميزان يوولسمه) الجزیره تلویزیون وايي، د کابل د عبدګاه جومات په چاودنه کې ۱۳ تنه وژل شوي دي خو د کورنیو چارو وزارت ویندوی سعید خوستی وايي چې د کابل د عیدګاه جومات د نن ورځې په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۴ نور ژوبل دي.

ایمرجنسي روغتون هم تاییدوي چې ۴ ټپیان وروړل شوي دي. خو په همدې حال کې الجزیره تلویزیون وايي چې په دې پېښه کې ۱۳ تنه وژل شوي دي. تر دې مخکې الجزیرې په لومړنیو راپورونو کې د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۵ تنه او د ټپیان ۴ ښوولی و.

تر دې مخکې د طالبانو ویندوی او د اطلاعلاتو او کلتور مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي و چې چاودنه د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځای کې شوې او مرګ ژوبلې یې اړولې دي.

راپورونه وايي چاودنه داسې مهال وشوه چې په جومات کې  د ذبیح الله مجاهد د مور فاتجه روانه وه.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو ګومان کېږي چې دا برید به هم داعش ډلې کړی وي.

په وروستیو کې دې ته ورته ګڼ بریدونه په کابل او په ځانګړي ډول ننګرهار کې وشول.

کابل: د ذبيح الله مجاهد د مور فاتحې ته څېرمه چاودنه شوې

له کابل څخه تازه راپورونه وايي، چې د ارګ ماڼۍ په يو کيلومترۍ کې د عید ګاه جومات او دويمې امنيتي حوزې ته څیرمه چاودنه شوې.

ويل کيږي، چې دغه چاودنه د جومات له دروازې سره د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځته شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعید خوستي ويلي، چې په دې چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي.

هغه د پېښې په تړاو د ۳ تنو د نيولو خبر هم ورکړی.

ويل کيږي، چې د چاودنې پر مهال په عیدګاه جومات کې د طالبانو د اسلامي امارت د ویاند ذبیح الله مجاهد د مور د فاتحې مراسم ترسره کیدل.

خپله ښاغلي مجاهد رسنيو ته د چاودنې ترسره کیدل او پکې يو شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله تاييد کړې ده.

له کابله د تاند وېبپاڼې خبريال وايي، چې د عید ګاه جومات شاوخوا نن له سهار راهيسې غير عادي او تر کلک امنيتي پوښښ لاندې وه‌.

د دې چاودنې هدف لا په ډاګه شوی نه دی او مسووليت يې هم چا په غاړه نه دی اخیستی.

1 COMMENT

  1. دا ډيره پلتيه ډله ده، له کوم وخت نه چې د ګلبدین لعين،رباني مسعود او ملا عمر لعين او نور شيطانان افغانستان کې د پنجاب له ککړو جوماتونو د افغانستان په د جهاد غږ پورته شوی وطن يې ورسره سپيره کړی له هرې خوا. په دوی او په پلويانو يې تف لعنت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب