Homeخبرونهله کابله ۲۳۵ تنه په قطري الوتکه کې دوحې ته ورسول شول

له کابله ۲۳۵ تنه په قطري الوتکه کې دوحې ته ورسول شول

تاند (یکشنبه، د میزان ۱۱) له کابل څخه د قطر د هوايي شرکت په یوه الوتکه کې نن ۲۳۵ تنه وایستل شول.

دا د اګست په ۳۱ مه له کله چې امریکايي پوځیان په بشپړ ډول له افغانستانه وتلي، د قطر د هوایي شرکت پنځمه الوتنه ده چې له کابله ملکي وګړي باسي.

قطري چارواکي وايي، چې نن د دې الوت اکثره سپرلۍ افغانان وو خو د یو شمېر نورو هیوادونو اتباع هم پکې شامل وو.

دا کسان به تر هغو په قطر کې وي چې درېیم هیواد ته د دوی د تګ پروسه بشپړېږي.

قطري چارواکي وايي چې دوی به د خپلو نړیوالو شریکانو په مرسته له افغانستانه د کسانو ایستلو ته دوام ورکړي او د دې ترڅنګ به افغانستان ته په بشري مرستو تمرکز وکړي.

قطر، چې له طالبانو سره ښې اړیکې لري، له هغو غوښتي چې د قطر په شان د اعتدال لاره خپله کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...