شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه: افغانستان د انساني فاجعې له ګواښ سره مخ دی

اروپايي ټولنه: افغانستان د انساني فاجعې له ګواښ سره مخ دی

تاند:( يکشنبه، د ميزان يوولسمه)د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مسوول جوزف بورل په افغانستان کې د اقتصادي او ټولنيزې پاشلتيا خبرداری ورکړی او ویلي، چې دغه پاشلتيا به د انساني فاجعې سبب شي.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ويلي، چې طالبان بايد د دغې فاجعې د مخنيوي لپاره له نړیوالې ټولنې سره خبرو ته کیني او جور جاړی ورسره وکړي.

د دغه اروپايي مقام په خبره، چې د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې د خوراکي توکيو بيې دوه برابره شوي او د خلکو ژوند له سخت ګواښ سره مخ دی.

بورل انديښنه ښودلې، چې د شرايطو له همداسې دوام سره به را روان ژمی ډېر ستونزمن او خلک پکې له ډېرې ناچارۍ د هېواد پريښودو ته مجبوره شي.

طالبانو د اروپايي ټولنې دغې اندیښنې او غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې نورو نړيوالو بنسټونو او بشرپاله ادارو هم په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورين د لا شدت په اړه خبرداری ورکړی او غوښتنه کړې، چې افغانان دې د دغه وضعيت پر وړاندې حمایه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پرله پسې ډول د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه د وژونکې لوږې او اقتصادي بحران له امله په بازارونو کې د خلکو لخوا د کورونو د وسایلو او ان ماشومانو د پلورلو خبرونه خپریږي.

1 COMMENT

  1. کاش چی افغانانو دومره خواخوږي درلودلی چی د بشری ناورینونو د مخنیوی لپاره يی هلی ځلی کړی وای او دانسان او انسانیت په قدر پوهیدلی.
    راتلونکی ژمی به خدای مه کړه افغان ولس ته ډیره لویه صدمه ورسوی او دبی وزلو او نادارو خلکو ژوند ته به دروند زیان ورسوی.

    بلی خوا د تور جهالت ټیکه داران مصروف دی چی څنګه د پاکستان سره ددوۍ دداخلی مشکلاتو په حل کولو کی مرسته وکړی او د خپلی کامیابۍ په مبارکۍ ورکولو کی شپه او ورځ لګیا دی او یا د خپلو نعت ویونکو ډلو د تقدیرولو په پروګرامونو جوړولو کی مصروف دی. او پاتی وخت يی د پاکستان د سفیر سره په ملاقاتونو او عکسونو اخستلو کی تیر شو.
    افغان ولس له پکارده اوپه خاص ډول هغه چاته چی توان لری چی د خپلو خلکو سره پدی مشکل وخت چی هرڅومره مرسته کولی شی دریغ نه کړی. پدی کار سره به انشاءالله ددنیا او اخرت کامیابۍ تر لاسه کړی.
    افغانان باید د تور جهالت د ټیکه دارانو نه امید ونه کړی ځکه چی دوۍ ته د پاکستان ګټی تامینول او د خپل تور جهالت خورول او ټینګول تر ټولو مقدس کار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب