چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهعمران خان یو وار بیا شکوه وکړه چې د امریکا ولسمشر ورسره...

عمران خان یو وار بیا شکوه وکړه چې د امریکا ولسمشر ورسره خبرې نه کوي

تاند (یکشنبه، د میزان ۱۱) د پاکستان صدراعظم عمران خان، چې له ډېرې مودې راهیسې د امریکا د ولسمشر د ټېلفون په ارمان کې دی او څو ځلې یې ګیله کړې چې جو بایډن سره له دې چې د ګڼو هیوادونو مشرانو ته ټېلفون کړی ده ته د ټېلفون زحمت نه دی کړی، یو وار بیا ګیله وکړه.

عمران خان پرون (شنبه) وویل، دا چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ده ته ټېلفون نه کوي دلیل یې دا دی چې په افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ حکومت پرزېدلی دی.

عمران خان د ترکیې ټي آر ټي ته په مرکه کې وویل «زه له ولسمشر بایډن سره خواخوږي لرم ځکه چې د کابل د هوايي ډګر د پېښو په خاطر تر فشار لاندې دی.»

د پي آر ټي د راپور له مخې، د عمران خان اشاره د کابل په هوايي ډګر کې د انتحاري حملې په ترڅ کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو وژل کېدو ته وه.

له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو به وروستیو ورخو کې د ۱۳ امریکايي پوځیانو ترڅنګ شاوخوا ۱۷۰ افغانان هم ووژل شول. د دې لذید مسوولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.

که څه هم عمران خان پخوا ویلي و چې هره ورځ د ښاغلي بایډن ټېلفون ته انتظار باسي خو ده ټي آر ټي ته په تازه مرکه کې وویل «دا د امریکا په ولسمشر پورې تړاو لري چې څه وخت زما سره خبرې کوي. زموږ په اړیکو کې لوړې ژورې شته.»

تېره میاشت عمران خان له امریکايي رسنیو سره په یوه مرکه کې ویلي و چې «بایډن خورا مصروف دی او ځان ته یې تکلیف نه دی ورکړی چې زما سره وږغېږي.»

عمران خان دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د امریکا د کانګریس ۲۲ جمهوریپالو غړیو د یوې لایجې مسوده وړاندیز کړه چې پر پاکستان د بندیز غوښتنه کوي.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویندي شیرمن له پاکستانه غوښتي چې په خپل هیواد کې د ټولو تروریستي ډلو په وړاندې اقدام وکړي.

ټاکل شوې چې روانه اونۍ نوموړې له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام آباد ته لاړه شي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب