چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهپاکستاني طالبانو د پاکستان حکومت ته د پحلاینې لپاره ۳ شرطونه ایښي

پاکستاني طالبانو د پاکستان حکومت ته د پحلاینې لپاره ۳ شرطونه ایښي

تاند(یکشنبه، د میزان ۱۱) ځینې راپورونه وايي چې د پاکستاني طالبانو تحریک د جمعې په ورځ ناوخته څو ساعته وروسته له دې چې د پاکستان صدراعظم عمران خان وویل چې حکومت یې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی، درې ورځینی اوربند اعلان کړ.

د پاکستاني طالبانو تحریک، چې له څو بېلابېلو ډلو جوړ دی او د پاکستان د پوځ پر ضد جنګېږي، زرګونه کسان په افغانستان کې هم لري.

د راپورونو له مخې، افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت یا پوځ ترمنځ د خبرو اترو د پیلېدو لپاره منځګړتوب کړی دی.

د پاکستان حکومت وېره لري چې پاکستاني طالبان به د افغان طالبانو د فشار په نتیجه کې له داعش سره لاس یو کړي.

پاکستاني طالبانو ته نژدې سرچینو ویلي چې د پاکستان له حکومت سره د دوی اوربند د اکتوبر په ۲۱ پای ته رسېږي خو که د دواړو خواوو ترمنځ خبرو پرمختګ وکړ، ممکن د اوربند موده اوږده شي.

راپورونه وايي چې د پاکستان له حکومت سره په خبرو کې د پاکستاني طالبانو یوولس کسیز پلاوی، د افغان طالبانو ځینې چارواکي او یو شمېر قبایلي مشران ګډون لري.

یوه قبایلي مشر، چې د خبرو له بهیره خبر و، وویل چې پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي پاکستان ته درې شرطونه ایښي دي؛ له خیبر پښتونخوا ایالت سره د قبایلي سیمو د یوځای کولو د پرېکړې بېرته اخیستل، ټي ټي پي ته اجازه ورکول چې په قبایلي سیمو کې وسلې له ځان سره ولري او د دغه تحریک د ټولو بندیانو خلاصون.

د قبایلي سیمو نیمه خپلواکي وروسته له دې پای ته ورسېده چې د پاکستان مرکزي حکومت په ۲۰۱۸ م کال دا سیمې د افغانستان له کمزوري کېدو وروسته له خیبرپښتونخوا سره وتړلې.

خو له دې سره سره پرون / یکشنبه/ په شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو په کاروان په وسله وال برید کې د ایف سي (ملېشه) څلور سرتېري او یو پولیس وژل شوي دي.

دا پېښه د سپین وام تحصیل په لرې پرته سیمه سلپازۍ کې شوې ده.

پاکستاني چارواکي وايي چې وسله والو په امنیتي سرتېرو هغه مهال برید وکړ چې دوی سیمې ته د تلاشۍ لپاره روان ول. په وژل شویو کې حوالدار زاهد، حوالدار اشتیاق، لانس نایک مجید، لانس نایک والي او یو پولیس اهلکار شامل دي.

د تحریک طالبان پاکستان مرکزي ویاند محمد خراساني د برید مسوولیت منلې دی. هغه رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې پنځه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو ویندوی محمد خراساني په عین حال کې رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، د هغوی د مشرتابه لخوا له پاکستاني حکومت سره د مذاکراتو په اړه څه نه دي ورته ویل شوي.

نوموړي په دغه بیان کې پر خپلو جنګیالیو غږ کړی چې خپلو بریدونو ته دې دوام ورکړي.

خو د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې په خپلو وسله والو غږ کړی چې د اکتوبر له لومړۍ تر ۲۰مې نېټې پورې اوربند دی نو پر پاکستاني ځواکونو دې له بریدونو ډډه وکړي.

1 COMMENT

  1. استاد ربانی حکومت په دور کی کابل ښار کی کوڅه په کوڅه جګری وی او بیل بیل جکومتونه ول ولی هغه بیا د تاجکستان رړغی جوړی او د صلحی مذاکرات کی مصروف وو ، اوس امارت اسلامی د ټولی نړی سره جنجال لری وی دوی د پاکستان او د هغوی د مخالفو تحریک طالبان پاکستای روغی جوړی کوی ، ایا دا عجیبه خلک نه یو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب