چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهجوزجان کې د واده پر ناوې د چاودنې نور جزییات رسنيز شول

جوزجان کې د واده پر ناوې د چاودنې نور جزییات رسنيز شول

تاند:( يکشنبه، د ميزان يوولسمه)په جوزجان ولايت کې د پرون مازيګر د هغې چاودنې نور جزییات رسنيز شوي، چې پکې د یوه واده ناوې وژل شوې او يو شمېر نور کسان ټپيان شوي دي.

د واده يوه ګډونوال ويلي، چې دغه چاودنه د ناوې په کوچ کې د ځای پر ځای شوي مقناطيسي ماين د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.

د سرچينې په حواله په دغه چاودنه کې د واده ناوې وژل شوې او ۴ ګډونوال ټپيان شوي دي.

د‌ واده دا مراسم د آقچې ولسوالۍ د ودونو په بوه تالار کې ترسره کیدل.

د‌ يوې بلې سرچينې د معلوماتو په اساس، ياد شوی ماین د موبايل په وسيله کنټرولېده.

د‌ دغې چاودنې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

مخکې طالبانو په اقچې ښار کې د ودونو تالارونه ترلي او ودونو ته اجازه پکې نه ورکوله.

دغو تالارونو له یوې اونۍ راهيسې د ودونو د ترسره کولو اجازه بیا موندلې وه.

ويل کيږي، چې د جليل په نوم دغه هوټل کې دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو له واکمنیدو سره د واده مراسم پلان او په داسې ډول نیمګړې پاتې شول

معلومه نه ده، چې دا پېښه شخصي که نور عوامل تر شا لري؟

د واده د اړوندو کورنيو د هويت په اړه معلومات نه دي رسنيز شوي.

په جوزجان کې د طالبانو چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب