چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهافغانستان بانک: سوداګرو ته مو بانکي اسانتياوې برابرې کړې

افغانستان بانک: سوداګرو ته مو بانکي اسانتياوې برابرې کړې

تاند:( يکشنبه، د ميزان يوولسمه) د افغانستان بانک په يوه اعلاميه کې راغلي، چې دغه بانک افغان سوداګرو ته تازه بانکي اسانتياوې برابرې کړي دي.

د سرچينې په حواله، سوداګر کولای شي، چې د نړيوالو پولي معاملو يا TT په وسيله خپلې سوداګريزې چارې مخته يوسي.

په اعلامیه کې ارتزاقي توکي، طبي او زراعتي درمل، احتزاقي توکي، روغتيايي توکي، د صنعتي توليداتو خام مواد او پرزه جات، اړين ترانسپورتي او مخابراتي اجناس، د بريښنا د پيسو تحویلول او دغه راز د سيستمونو د حفظ او مراقبت لپاره د پيسو لېږد رالېږد د بانکي اسانتياوې تازه برخې اعلان شوي.

افغانستان بانک په دې اعلاميه کې ژمنه کړې، چې هېوادوالو ته به د بانکي او سوداګريزو اسانتياوو د زیاتولو هڅه او خپل عادي وضعيت ته د بانکي نظام د ستنولو لپاره کار کوي.

افغان سوداګرو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، په افغانستان کې د انساني او اقتصادي بحران د شدت تر څنګ بانکي خدمتونه له سقوط سره مخامخ شوي.

پر وضعیت بې باوري او د خلکو د ورځيني کاروبار په ټپه درېدل سبب شوي، چې نيږدې ټول خلک بانکونو ته په شپو او ورځو کتار ولاړ وي، څو زېرمه کړې پيسې ترلاسه او د ورځينيو لګښتونو یا هېواد نه په وتو کې ګټه ورڅخه واخلي.

د یو شمېر بانکونو مشرانو خبرداری ورکړی، چې دا وضعيت به خصوصي بانکونه سقوط او افغانستان له لا نور بد اقتصادي بحران سره مخامخ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب