چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+د طالبانو تر حاکمیت لاندې د کابل ښاریانو له کړاوه ډک ژوند

د طالبانو تر حاکمیت لاندې د کابل ښاریانو له کړاوه ډک ژوند

منیر وطندوست

په زرګونو افغانان ډېری په ښارونو او په ځانګړې توګه کابل ښار کې د بانکونو مخې ته په اوږدو لیکو کې په شپو او ورځو ولاړ وي او د خپلو پیسو اخیستلو لپاره بې عزته کېږي. 

د طالبانو حکومت اعلان کړی چې خلک له خپلو سپما کړو پیسو په اونۍ کې یو کم معلوم مقدار پیسې اخیستی شي. 

په دې منځ کې ډېری هغوی متضرر دي چې په مډرنه حکومتولي او بانکوالي یې باور درلود او له ډېرو کمپاینونو وروسته دې ته چمتو شوي وو چې له دودیزو لارو چارو بانکوالۍ ته مخه کړي او خپلې پیسې په بانکونو کې وساتي. 

په بانک کې د نوبت ترلاسه کولو لپاره خلک د بانکونو مخې ته شپې سبا کوي او بیا یې په سر له قمچینو سره ولاړ طالبان له تفکیک پرته وهي ډبوي او سپکوي. 

له خلکو سره پراخه بې باوري ده او هره لحظه د دې خطر دی چې بانکونه به پیسې خلاصې او دروازې به د خلکو پر مخ وتړي.

په اوږدمهال کې خلکو په افغانستان کې د بانکولۍ په سیستم او بانکونو باور بایللی چې د دغه باور بیا جوړول به کلونه وخت واخلي.

 دغه راز له کومې ورځې چې له بده بخته د افغانستان نظام، حکومت او سیستم سقوط شوي د خلکو کورونه او دسترخوانونه هم ورسره سقوط شوي دي. د کابل ښار واټونه او سړکونه د خلکو د کورونو د وسایلو او توکو په ګرم بازار بدل شوي دي. د کابل ښار ګڼو جادو ته خلکو د خپلو کورونو وسایل، لباسونه او توکي را ایستلي او په نیمه بیه یې په دې هیله پلوري چې له لوږې سره له مخ کېدو بچ شي. 

د رسمي او نا رسمي معلوماتو په اساس د افغانستان شاوخوا اویا سلنه وګړي له درې وخته ډوډۍ د دوو پوره توان نه لري او د یوه څاښت له تېرولو د بل څاښت لپاره د څه پیدا کولو هېڅ درک نه لري. 

له بلې خوا په دې وروستیو کې په کابل کې بېلابېل ډوله غلاګانې او اخاذۍ تر پخوا څو برابره زیاتې شوې دي. د طالبانو د حکومت په لومړیو ورځو کې خلکو فکر کاوه چې طالبان به امنیت ټینګ او غلاګانې به له منځه ولاړې شي، خو له بده بخته چې تر پخوا څو برابره زیاتې شوې دي. 

یوه لویه ستونزه دا ده چې طالبان په جنایي او نورو تخنیکي پوليسي برخو کې ناپوهه دي او په مقابل کې یې روزېدلي او باتجربه غله له ښاره غلاګانې کوي. 

طالبان یوازې د زور لاره لري که یې په تصادف سره له مخې څخه چا غلا وکړه هماغه لحظه متهم یا وژني او یا یې مخ ور توروي او په ښار یې ګرځوي چې دا دواړه کاره یې له اصولو وتلي دي. 

بلخوا طالبان په ښار کې له لویو، منځنیو او ان کوچنیو کاروباریانو څخه اخاذي کوي. لکه د تېر حکومت د فاسدو پولیسو په شان هر مارکېټ، کوڅه، څلور لارې، کراچۍ او دوکان اونیزه او میاشتنۍ بیه لري. 

په دې وروستیو کې طالبانو له لویو مارکېټونو په میاشت کې د یو لک افغانیو او په سړک له ولاړو کراچیو د اونۍ د پنځه سوه او سلو افغانیو غوښتنې کړې او ټولې کړې یې دي. طالبان دا اخاذي د ځان حق بولي او په زړورتیا یې راټولوي. 

د خلکو په کورونو دفترونو او ملکیتونو کې ځای پر ځای دي او اوس یې ښاروالۍ اعلان کړی چې د خلکو شخصي کورونه چې دوی پکې نه اوسېږي او خالي ولاړ دي د ځان لپاره په امتیازي کرایه ورکوي. دا کار به په اوږدمهال کې د خلکو لپاره د لویو ستونزو باعث شي چې خلک به په خپلو ملکیتونو دعواوې کوي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی