چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد دوبۍ په نړیوال نندارتون کې سږ کال د افغانستان ځای تش...

د دوبۍ په نړیوال نندارتون کې سږ کال د افغانستان ځای تش دی

تاند(یکشنبه، د میزان ۱۱) د دوبۍ په نړیوال نندارتون کې سږ کال د افغانستان ځای تش دی سره له دې چې د متحده عربي اماراتوپه نړیوال نندارتون (ایکسپو) کې د افغانستان غرفه خالي وه، خو درنګه ملي بیرغ یې ورپېد.

په تېرو کلونو کې افغانستان د دغه نندارتون یو له فعالو ګډونوالو څخه و او هر کال یې په دېئ نندارتون کې د خپل محصولاتو لپاره خورا ښه بازار موندنه کوله.

په تېرو کلونوکې په دغه نندارتون کې د افغانستان محصولات له ښه هرکلي سره مخامخ شوي او د ملیونونو دالرو قراردادونو یې لاسلیک کړي دي.

افغانستان یو له ۲۰۰ هیوادونو څخه دی چې له تېرو ۸ کلونو راهیسې په دغه شپږ میاشتني نندارتون کې ګډون کوي.

دا نندارتون د کورونا وبا له کبله یو کال ځنډول شوی و.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د نندارتون په ودانۍ کې یوه امنیتي ساتونکي وویل، له څو اوونیو راهیسې یې د افغانستان په غرفه کې څوک نه دي لیدلي.

څرګنده نه ده چې د افغانستان غرفه به په کومه بله نېټه پرانیستل شي او که نه.

د نندارتون یوه مسوول رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان د نندارتون ټیم حاضر نه و. خو څرګنده نه شوه چې د دوبۍ د نړیوال نندارتون د دغه مسوول اشاره د افغانستان د مخکیني حکومت ټیم ته وه او که اوسني ته.

رویټرز وايي چې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت او د دوبۍ حکومت په دې اړه د دوی پوښتنې ته ځواب ونه وایه.

طالبان تراوسه پورې په دې کې پاتې راغلي چې خپل حکومت پر نړیوالو په رسمیت وپېژني او د دوی حکومت، چې په کابینه کې یې هیڅ ښځه نه شته د لوېدیځو هیوادونو له انتقادونو سره مخامخ دی.

د پنجشنبې په ورځ د دوبۍ د نړیوال نندارتون د پرانیستنې په مراسمو کې په ننندارتون کې د نورو هیوادونو ترمنخ د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ وښودل شو. خو طالبان د خپلې ډلې سپین بیرغ د خپل اسلامي امارت بیرغ ګڼي.

متحده عربي امارات، چې د امریکا نژدې متحد هیواد دی، د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني کوربه توب کوي. دې هیواد په ۱۹۹۶ کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د دوی حکومت په رسمیت پېژندلی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب