چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+راجستان په یوه په زړه پورې لوبه کې چینای مات کړ

راجستان په یوه په زړه پورې لوبه کې چینای مات کړ

تاند ( شنبه، د میزان ۱۰) د هند د سوداګریزو لوبو په دوم نن شپه راجستان رایلز په یوه په زړه پورې لوبه کې چینای سوپرکېنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

راجستان د لوبې پچع وګټله او لومړی یې چینای ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

چینای سوپر کېنګز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۹ منډې وکړې، چې له ډلې يې رتوراج ګیکواډ ۱۰۱ ناسوځېدلې او رویندرا جدیجا ۳۲ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د راجستان رایلز له لورې په توپ اچونه کې راهول ټیواټیا ښه وځلېده او درې لوبغاړي یې وسوځول.

راجستان لپاره هم پیلیزو توپ وهونکو چټکه او په زړه پورې توپ وهنه پیل کړه او په لومړیو شپږو اورونو کې یې خپلې لوبډلې ته د ۱ لوبغاړي په زیان ۸۱ منډې وکړې.

راجستان ټاکل شوی هدف په ۱۷.۳ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره او چینای ته یې په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

له ډلې یې شوم ډوب ۶۴، یشوي جیسوال ۵۰ او سنجو سامسون ۲۸ ترټولو زیاتې منډې وکړې.

د چینای لپاره شردل ټاکور دوه او اصف یوه ویکټ ترلاسه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب