علم ګل سحر
د پکتیا ولایت زرمت ولسوالي له جګړو دمخه د خوښیو او ډیرو میلو سیمه وه۔ لکه اوس چې کله کله د نړۍ په سطحه سروي کیږي او هر کال د نړۍ تر ټولو خوشحاله هیوادونه معرفي کوي، که هغه وخت داسې یوه څیړنه یا سروې شوې وای ممکن زرمت د ډیرو خوشحاله سیمو په کتار کې دریدلی وای۔ البته باید ووایو چې هغه وخت زموږ د وطن ټول خلک خوشحاله وو، قتلونه، کینې او نفرتونه کم و ، چا په چا کار نه درلود۔
هغه وخت به په اخترونو، پسرلي او نورو مناسبتونو د زرمت په هر زیارت او بازار د ښځو او نارینه و میلې جوړیدلې ، ما دې باره کې یوه لیکنه کړې چې خپره شوې ده دلته یوازې په زرمت کې د توتو یا ط البانو میله په دې مقصد را اخلم چې ور په یاد کړم یو وخت زموږ ملایانو هم نه یوازې په بل چا کار نه درلود بلکې پخپله یې هم میلې او خوښۍ کولې۔
دغه میله چې لومړی د توتو او وروسته د طالبانو د میلې په نامه هم یادیده د زرمت ډیره پخوانۍ میله ده د پیل تاریخ یې دقیق نه دی معلوم خو لیکوال او شاعر او محترم قومي مشر میراجان سیقي وایي چې دی په ځواني کې یعني په ۱۳۱۹ لمریز کال دغې میلې ته ورغلی و، چې هغه وخت هم ددې میلې له پیل څخه ډیر کلونه تیریدل.
لیکوال او څیړونکي محمد نبي صلاحي په آزاد افغانستان مجله کې ددې میلې په اړه علمي مقاله لیکلي چې همدا اوس زموږ په لاس کې نشته.صلاحي وایي چې دتوتو یا طالبانو میله لومړی ځل د زرمت دمرکز تعمیر په جنوب ختیځ کې پراته کلي مموزو کې جوړیدله چې وروسته دمنځ زیارت اوبیا دخواجه فتح الله زیارت چې د ډمانو په زیارت هم مشهور دی، خواته چې دتوتو ډیر باغونه لري، ولیږدول شوه او ترپایه هرکال دجوزا په میاشت یعني دتوتو درسیدو په موسم کې همدلته جوړیدله.
دتوتو میله دافغانستان د نورو میلو غوندې نه وه خپلې داسې ځانګړنې یې لرلې چې د افغانستان نورو میلو نه درلودې.دغه میله به کله دری ورځې او کله هم اوه ورځې روانه وه. دسیمې ملایانو او طالبانو وروسته ددغې میلې کنترول په لاس کې واخیست دوی به دمیلې په جریان کې یو ځانګړی حکومت جوړاوو.پاچا، صدراعظم او وزیران به یې لرل او دمیلې دتنظیم لپاره به یې ځانګړي پولیس چې زیاتره به له طالبانو او چړیانو(نوي او ځوان طالبان) څخه جوړ شوي ول، موظف کول.پاچا او صدراعظم به دریشي اغوستلې دوی به په میله کې ګرځیدل، میله والو به یې هر امر مانه دغه حکومت به ځانګړي نرخونه ټاکل چې پر ټولو په زور منل کیدل. د زیارت خواته به طالبانو دسندرو او ګډا ځانګړي مراسم جوړ کړي ول چې ډیر خلک به یې نندارې ته ولاړ و.
د توتو یا ط البانو میلې ته به دپکتیا د نورو ولسوالیو په ګډون له شاوخوا ولایتونو لکه غزني، میدان وردګ، زابل، لوګر او کله له کابل او د هیواد له ختیځو ولایتونو څخه هم خلک راتلل. د نورو سیمو خلکو به خپل ځینې حاصلات، حیوانات او نور شیان د خرڅلاو لپاره دغې میلې ته راوړل چې د میلې په څو ورځو کې ټول خرڅیدل.
په دغه میله کې ملا عبیداله او ډیر وخت د خواجه ګانو د کلي یو اوسیدونکی ملا چې په خواجه صاحب مشهور و، د ط البانو پاچا و، صدراعظم یې ډیر وخت د زرمت د ظفرخیلو کلي اوسیدونکی ملا ګل رسول و.
دغه میله به هرکال چې کله په زرمت کې توت پاخه شول جوړیدله خو په افغانستان کې د سردار محمد داود خان د جمهوریت له راتلو وروسته په ۱۳۵۳ کال کې د دغې میلې په جوړیدو بندیز ولګیده.
ددغې میلې د بندولو په اړه هغه حکومت روښانه څه نه دي ویلي خو ویل کیږي چې داود خان د ملایانو د زیات نفوذ د مخنیوي لپاره دغه میله بنده کړې وه هغه نه غوښتل چې په هیواد کې دې دده د حکومت ترڅنګ بل موازي حکومت که د څو ورځو لپاره هم وي، موجود وي.بلخوا ویل کیږي چې محمد داود خان نه غوښتل چې هر څوک قانون په خپل لاس کې واخلي ځکه په دې میله کې د نسبي نظم ترڅنګ کله کله ځینې تحریک امیز کارونه هم کیدل چې عامه نظم یې ګډوډاوه.
محترم سیقي وایي په ۱۳۲۸ لمریزکال په دې میله کې ملایانو او ط البانو وویل چې د سیمې یو مشهور روشنفکر غلام محی الدین زرملوال دیني مقدساتو ته سپکاوی کړی دی.په همغه میله کې ملایانو پریکړه وکړه چې په زرمت کې به د زرملوال کور سوځوي، دی او د کورنۍ غړي به یې وژني.مرحوم سیقي وایي زه چې په هغه ورځ په میله کې وم د ط البانو او ملایانو له دغې پریکړې خبر شوم. ژر کور ته ولاړم او خپل پلار مې خبر کړ، پلار مې هم د ملایانو په دې پریکړه په غوصه شو، ژر یې د زرملوال ورور غلام دستګیر خبر کړ، هغه په سیمه کې میشتو کوچیانو ته ورغی له هغوی څخه یې د ځان د دفاع او له ملایانو سره د جګړې لپاره څلور میله ټوپک واخیستل. په سیمه کې حالت کړکیچن شو د سیمې ډیری خلکو د ملایانو د دغې پریکړې پرضد اعتراض وکړ او د زرملوال ملاتړ یې وکړ.خو کله چې د کوهي کلي ملا چې په حاجي صاحب مشهور و او د زرمت ښار د جامع جومات خطیب هم و، خبر شو د ملایانو دغه پریکړه یې رد کړه او حالت د هغه او حکومت په مرسته بیرته عادي سو. د محمد داودخان حکومت د همداسې خپلسریو د مخنیوي لپاره هم ددغې میلې دبندیدو چې په وروستیو کې دملایانو په سیاسي مرکز بدله شوې وه، پریکړه وکړه.
لیکوال او شاعر احسان الله مهجور چې د زرمت د ځینو میلو په اړه مقاله لیکلې وایي چې تر سردارمحمد داوود دمخه نایب الحکومه فیض محمد خان هم ډیره هڅه وکړه چې دغه میله بنده کړي، خو ویې نه شوای کولی.
دی ددغې میلې ترڅنګ دیوې بلې میلې یادونه هم کوي چې داختر په دویمه ورځ به دخواجه فتح الله د زیارت ختیځ لور ته په لوی ډاګ کې جوړیدله. چې کابو لس زره میله وال به ورته راتلل او د سانګو لپاره به اته سوه آسان راوستل کیدل.
د افغانانو د خوښیو ورځو! بیرته راستنې شئ.