Homeخبرونهپروان کې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ نښته شوې

پروان کې د طالبانو او داعش ډلې تر منځ نښته شوې

تاند:( جمعه، د ميزان نهمه) د کابل په ګاونډي شمالي ولايت پروان کې نن د طالبانو او داعش ډلې تر منځ د وسله والې نښتې او چاودنې خبر ورکړل شوی.

ځينو خبري سرچينو ويلي، چې دا پېښه نن د پروان ولايت په مرکز چاریکار ښار کې شوې ده.

ويل کيږي چې په نښته او چاودنه کې د دواړو لوريو ځينې کسان وژل شوي او ټپيان شوي.

د طالبانو وياندويانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې په ننګرهار، کونړ او زابل ولايتونو کې هم د طالبانو او داعش ډلې تر منځ د ورته پېښو خبرونه خپاره شوي.

پروان د افغانستان له هغو ولايتونو څخه دی، چې مخکې يې په پوهنتون او نورو سيمو کې د حزب التحرير د فعاليتونو خبرونه ورکړل شوي وو.

ياده ډله، چې افغانستان کې يې د فعاليت قانوني اجازه نه لرله او مخکيني حکومت يې پر ضد اقدامات کول، په ايډيالوژيک لحاظ داعش ډلې ته د فکري بستر له برابرونکو څخه ګڼل کېږي.

په پروان او نورو ولايتونو کې د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال د دوی او احمد شاه مسعود د وسله والو تر منځ درنې جګړې شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...