یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو د څار سازمان: طالب مقررات رسنۍ او خبریالان زندي...

د بشري حقونو د څار سازمان: طالب مقررات رسنۍ او خبریالان زندي کوي

تاند:( جمعه، د ميزان نهمه) د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د رسنيو د فعاليت په اړه د طالبانو د واکمنۍ وضع شوي مقررات افشا کړي او ويلي، چې د دې مقرراتو له وجې به د افغانستان رسنۍ او خبریالان زندي شي.

ياد شوي سازمان نن په دې اړه خپل مفصل راپور نشر کړی.

په راپور کې د طالبانو د رسنيزو مقرراتو له هغې کاپي څخه په استفادې چمتو شوی، چې ويل کيږي د طالبانو فرهنګي کمیسیون په یوه غونډه کې د رسنیو له استازو سره شريکه کړې ده.

د رسنيو لپاره په دې ورکړل شوې مقرره کې رسنۍ د اسلامي اصولو او ملي شخصيتونو د درناوي ټينګار شوی.

رسنۍ په دې هم مکلف شوي، چې د مفصلو راپورونو له خپرولو مخکې دا راپورونه له طالب چارواکو سره شريک او تایید کړل شي.

د ياد شوي سازمان د اسیایي برخې مشر پاتریشیا گاسمن دا اصول د رسنيو او خبريالانو لپاره د دوی د زندي کولو په مانا ياد کړي او دا وضعيت یې د جدي اندیښنې وړ ګڼلی.

سرچينه زياتوي چې د طالبانو له واکمنیدو سره دوی ۳۲ خبريالان يا احضار کړي او يا وهلي ډبولي دي.

ويل شوي، چې طالبانو ور غوښتي خبریالان د دوی د خپرو کړو انتقادي راپورونو له کبله د طالبانو خلاف په تبليغاتو تورن کړي ‌

طالبانو د قطر تړون کې له امریکا متحده ایالاتو سره ژمنه کړې وه، چې د بيان او رسنيو ازادۍ ته به ژمن وي، خو اوس يې د سرچينې په حواله دا ژمنه نقض کړې ده.

طالبانو د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې د خبریالانو د نړيوال فدراسيون په يوه راپور کې ويل شوي وو، چې د طالبانو له واکمنیدو سره تر يو نيم سلو پورې رسنۍ ترل شوي دي.

1 COMMENT

  1. د تالبانو نه د بشر د حقوقو، د رسنیو د ازادۍ او د خلکو سره د انسانی چلند امید لرل خپل ځان تیریستل دی.
    دوۍ افغانستان ددې لپاره نه دی نیولی چی د بشر د حقوقو تانین وکړی بلکه هدف يی دادی چی د بشر د حقوقو تر څنګ ټول انسانیت او د افغان ننګ غیرت او پښتونولی د خپو لاندی کړی او د خپل جهالت او ناپوهۍ د تیارو توره کمبله په افغانستان راخوره کړی.
    د تالب نه بل امید لرل په خپل ځان ملنډی وهل دی.
    بلی خوا تالبان پدی خیال پلو وهلو مصروف دی چی نه یوازی نړۍ به يی په رسمیت وپیژنی بلکه ددوۍ تور جهالت به د ملګروًملتونو د جارټر یوه برخه وګرځی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب