یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپه اتریش کې یو افغان پر ماشومې د جنسي تېري په جرم...

په اتریش کې یو افغان پر ماشومې د جنسي تېري په جرم محکوم شو

تاند(جمعه، د میزان۸) په اتریش کې یو افغان پر یوې ماشومې د جنسي تېري په خاطر په ۳۰ میاشتې بند محکوم شو خو اکثره اتریشیان وايي، کمه سزا ورته ورکول شوې ده.

د مجرم نوم نه دی ښودل شوی خو ویل شوي چې د ۱۳ او ۱۹ کلونو ترمنځ دی.

ده د جون په دوولسمه یوه ۷ کلنه ماشومه د خپلې هستوګنې د اپارتمان تلخونې ته بېولې او جنسي تېری یې پرې کړی دی.

د اتریش محکمې د چهارشنبې په ورځ افغان پناه غوښتونکی په ۳۰ میاشتې بند محکوم کړ چې له دې مودې څخه به ۱۰ میاشتې په محبس کې تېروي.

محکمې همداراز پرېکړه کړې چې مجرم باید د ماشومې له کوره لس کیلومتره لېرې ځای ته ولېږدول شي.

محکمې ماشومې ته ۵۰۰ یورو تاوان منظور کړی او ویلي یې دي چې باید نورې پیسې هم ورکړل شي.

په اتریش کې ۸۴۸۶ تنه بندیان دي چې نیمايي یې بهرنیان یا پناه غوښتونکي دي.

د اتریش په سلو کې ۱۷ نفوس د بهرنیانو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب