یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد خوست تولیدي فابریکې د سقوط له ګواښ سره مخ دي

د خوست تولیدي فابریکې د سقوط له ګواښ سره مخ دي

تاند:( جمعه، د ميزان نهمه) خوستي صنعتکاران د خامو موادو او په بانکونو کې د پیسو له نه موجوديت څخه په شکايت سره وايي، چې دغه وضعيت يې تولیدات د سقوط له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

دا صنعت کاران، چې د خوراکي او نا خوراکي توکيو فابريکې يې لرلې، د کاریګرو شمېر يې هم کم کړی او انديښمن دي، چې کاروبار يې ممکن يو مخ سقوط شي.

د خوست د صنایعو او کانونو د خونې رئیس ګل زاعلي جانان زوی وايي، که د پانګوالو ستونزې حل نه شي، نور کسان به په دې ځای کې پانګونې ته زړه ښه نه کړي.

په خوست ولایت مقام کې د رسنیو د برخې مسوول مولوي اخترمحمد عکرمه بيا له کومې مشخصې ژمنې پرته پانګوالو ته د ستونزو د حل لپاره یې د ممکنه همکارۍ ډاډ ورکړی.

  خوست تر (۲۳۰) پورې فابریکې لري، چې د جمهوري نظام تر سقوط پورې په مستقیم ډول ۸۷۰۰ کاریګرو ته پکې د کار زمينه برابره شوې وه.

 په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، يو بېساری اقتصادي او بشري ناورين راغلی، چې د بې کارۍ د اوج ته رسیدو او شدید فقر له کبله ډېری خلک ان د خپلو کورونو وسايل بازار ته د پلور لپاره راباسي.

طالبان د بيا- بيا ژمنو مطابق تر اوسه د دغه وضعيت د بدلون لپاره په موثرو اقداماتو نه دي توانېدلي او د شنونکو په نظر ورته به ګرانه هم وي، چې د نا مسلکي او مطلق ملايي حکومت په څېره کې چې نړيوال یې په رسميت نه پيژني دا بشري ناورين کنټرول کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب