Homeسیمه - نړۍد روسیې د دفاع وزارت مرستيال پاکستان ته سفر کړی

د روسیې د دفاع وزارت مرستيال پاکستان ته سفر کړی

تاند:( جمعه، د ميزان نهمه) د روسیې د دفاع وزارت مرستيال الکساندر فومین په يوه رسمي سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی.

نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره د روسیې او پاکستان د پوځي همکاریو د ګډې کمېټې د غونډې تر څنګ د‌ سيمې امنيتي وضعيت او ګواښونه بحث او وڅېړي.

ويل شوي، چې په دفاعي، امنيتي او اطلاعاتي برخو کې د همکاریو ترسره کیدل، ګډې پوځي مانورۍ او د پوځي تجهيزاتو په جوړولو کې د يوبل مرسته د دغه سفر نوړې عمده موخې دي.

 پاکستان په وروستيو کې له امریکا متحده ایالاتو څخه په فاصله او سيمه ييزو قدرتونو سره د لا نيږدې کیدو په حال کې ښکاري.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، پر پاکستان د لویدیځو هېوادونو نیوکې په زیاتیدو دي.

هغوی دا هېواد تورنوي، چې د طالبانو په واکمنولو او د افغانستان د جمهوري نظام په نسکورولو کې يې د طالبانو ښکاره لاسنیوی کړی.

د متحده ايالاتو د سنا جرګې خو له دې کبله، د طالبانو تر څنګ پر پاکستان هم د بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.

پاکستاني چارواکو که څه هم په ښکاره او ان دیپلوماتیکه کچه د طالبانو د په رسميت پېژندلو لپاره لابي کړې، خو د امريکا د بندیزونو له وېرې يې د طالبانو د ملاتړ تورونه ردکړي.

له پاکستان سره د افغانستان په قضیه کې د سيمې دوه نور لوی قدرتونه ( چین او روسیه) همغږي ښکاري، خو د پاکستان لوی حریف هندوستان بيا په دې قضیه کې له امريکا متحده ايالاتو سره د همغږۍ خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...