شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهله داعشي نفوذيانو انديښنه؛ طالبان خپلې ليکې تصفيه کوي

له داعشي نفوذيانو انديښنه؛ طالبان خپلې ليکې تصفيه کوي

تاند:( جمعه، د ميزان نهمه) د داعش ډلې د فعالیتونو له پراختيا سره، راپورونه وايي چې طالبان په جدي ډول انديښمن دي او د خپلو جنګیالیو لیکې په دې موخه تصفيه کوي، څو د داعش ډلې د نفوذيانو مخنيوی وکړي.

باختر دولتي خبري اژانس په یوه راپور کې ويلي، چې پرون د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې طالبانو نظامي او ملکي ادارو مسوولینو د ګډې غونډې پر وخت ټینګار و

کړی چې د دوی لیکې دې تصفیه شي.

د سرچينې په حواله، په دې غونډه کې د ارغنداب ولسوال د طالبانو له ځواکونو وغوښتل چې د فساد مخنيوی او د ښه نظم او فعالیت په موخه ټول اړخونه په همغږۍ کار وکړي.

پرون کابل نیوز ټلویزیون د خپلو سرچينو په حواله خبر ورکړ، چې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې داعش ډلې پر طالبانو برید کې د دوی ۱۳ جنګيالي وژلي، خو طالبانو دا خبر رد کړ.

افغان خبريال ميرويس افغان چې طالب مشرانو سره نيږدې رسنيزې اړيکې لري، څو ورځې مخکې د خپلو سرچينو په حواله وويل، چې د زابل په ياده شوې ولسوالۍ کې طالبانو خپل نيږدې ۴۰ جنګیالي داعش سره د اړیکو په تور بنديان کړي دي.

طالبانو د دې موضوع په اړه څه نه دي ويلي.

ځينو نړيوالو رسنيو داعش ډله او زيات شوي فعاليتونه يې د طالبانو د واکمنۍ لپاره له لویو ننګونو ګڼلي او د دواړو لوريو ترمنځ يې د خونړيو جګړو وړاندوينه کړې ده.

طالبان او داعش له څو کلونو راهيسې د افغانستان په مختلفو سيمو کې د یو بل پر وړاندې د سختو جګړو سابقه لري.

پر افغانستان له واکمنیدو سره، طالبانو د افغانستان په کچه د داعش ډلې مشر ابو عمر خراساني د ملي امنيت له زندانه خوشې او وژلی، چې په غبرګون کې يې داعش ډلې د طالبانو خلاف په ختیزو ولایتونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

طالبان د داعش خلاف خپلو مخکينيو کاميابو جګړو ته په کتو باور لري، چې یاده ډله به بيا زړ وځپي او فعاليت به يې ورته د تشويش وړ نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب