یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل: د ماشومانو د پښتورګو غله نیول شوي

کابل: د ماشومانو د پښتورګو غله نیول شوي

تاند:( جمعه، د ميزان نهمه)‏ طالبانو نن په پلازمېنه کابل کې د انسان تښوونکو یوه خطرناکه ډله نیولې ده.

د طالبانو خبري سرچينو ويلي، چې دا خطرناکه ډله يې د ښار د اتمې ناحيې ( کارته نو) په دويم سړک کې نيولې ده.

د نيول شويو کسانو شمېر ۴ تنه ښودل شوې، چې ۲ يې ښځې دي.

مسوولین وايي چې نیول شوې ډلې به ماشومان تښتول، پښتورګي به يې ترې ايستل او بیا به یې وژل.

د دوی د هويت په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

طالبانو په يوه بل خبر کې ویلي،‏ چې په کابل ښار کې‌ يې يو غلا شوی کرولا ډوله موټر موندلی او اصلي خاوند ته سپارلی.

ويل شوي، چېغله تښتېدلي دي؛ خو د نيولو هڅې يې روانې دي.

د طالبانو دا ډول کړنې د خلکو له هرکلي سره مخ شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب