یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د افغانستان کنګل شوې شتمني کوم ډول شتمني ده ؟

د افغانستان کنګل شوې شتمني کوم ډول شتمني ده ؟

لیکنه او راټولوونه: امین ستانکزی

په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمن کېدو سره هم مهاله د امریکا له لورې د بندیزونو لړۍ پېل شوه چې لومړی اقدام یې د افغانستان مرکزي بانک پشتیبانه شتمني ، چې شاوخوا نهه نیم میلیارده ډالره کیږي هم کنګل کړه . پدې پسې په سمدستي ډول د پیسو نړیوال صندوق ( IMF ) هم د اګست د میاشتې په ( 18 ) مه نېټه اعلان وکړ ، چې دا سازمان به د نړېوالې ټولنې نظر او تګلارې ته ګوري ، چې څنګه له افغانستان سره تعامل کوي ؟ تر هغې چې ددوی څرګنده پالیسي وړاندې کیږي افغانستان به د پیسو نړیوال صندوق ته د هر ډول مرستو او شتمنۍ ته لاس رسی ونه لري ، دا علان وروسته له هغې وشو چې امریکایي سناتورانو په یوه لیک کې له امریکایي ادارو غوښتي وه چې د طالبانو په راتګ سره د دوی لاس رسی مالي سرچینو ته محدود یا هم ختم کړي چې په ځواب کې یې ، امریکا د افغانستان د نهه نیم میلیارده ډالرو شتمني کنګل کېدو خبر ورکړ. د یادونې وړ ده ، چې د کرونا او په نړۍ کې د اقتصادي بحران سره د مبارزې لپاره افغانستان سره د ( 370 ) میلیونه ډالرو مرسته چې د یاد صندوق له لورې اعلان شوې وه ، هم وځنډیده .
دا نهه نیم میلیارده ډالر د افغانستان ملکیت دی چې افغانستان د خپلې کرنسۍ د ملاتړ لپاره په نړیوالو بانکونو کې ایښي دي تر څو د افغانۍ ارزښت پرې وساتل شي . همدارنګه له افغانستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو په ځانګړي ډول په وارداتو کې هم ترې استفاده کیږي .
امریکا ویلي دي ، چې دغه زیرمه شوو ذخیرو ته به د طالبانو لاس رسی امکان ونه لري همدارنګه یې افغانستان ته د نغدو روپیو په لیږد هم بندیز لګولی دی . (Musumeci, 2021) )
افغانستان او نورو هیوادونو زیرمو کې د بهرنیو اسعارو او سرو زرو درلودل شامل دي. دا د مرکزي بانک او د هیواد خزانې زیرمې دي ، نه د خصوصي سکتور.

پیژندنه :
افغانستان او د نورو هېوادونو زیرمه شوو ذخیرو کې بهرني اسعار ، سره زر ، با اعتباره لیکونه او سوداګریز چیکونه شامل دي چې دا زیرمه شوې شتمني د مرکزي بانک او د ټول هېواد شتمني ده نه خصوصي او شخصي سرمایه یانې پدې توګه دا دولتونو او مرکزي بانک د خپلې کرنسۍ د ثبات لپاره ساتلې سرمایه ده .
هېوادونه هغه وخت بهرني اسعار لاسته راوړي چې صادرات وکړي او په مقابل کې یې بهرنۍ کرنسي یا هم د نړۍ د ډیر اعتبار لرونکي کرنسي ( ډالر ، یورو ، پونډ ) باندې بدلوي او زیرمه کوي یې چې ډیر کله دا زیرمې په سرو زرو هم بدلوي او په مرکزي بانک کې یې ساتي .
ټولې زیرمه شوې روپۍ ، سره زر ، با اعتباره بانکي چیکونه ، Special Drawing Right او نور سوداګریز توکي د یوه هېواد ریزف سرمایه ده چې د خپلې کرنسۍ او مالي اموراتو لپاره ترې استفاده کوي د سرو زرو د قیمت ټاکنه د مالي کال په اخیر یانې د ډیسمبر په ( 31 ) مه نېټه باندې په لندن کې ترسره کیږي ، چې د امریکایي ډالرو له مخې ورته حساب کیږي . (Valev, 2019) )
د نړۍ په مالي ، اقتصادي ، سوداګریز او بانکي سیستم باندې د امریکا اغېز واضح دی ، چې د سیاسي معاملو له مخې دا غیر سیاسي برخه هم زیانمنیږي ، نو دا اقتصادي فکټورنه هم د امریکا د ستراتیژېکو موخو له مخې کار کوي او د هغوی تګلاره تعقیبوي .

د افغانستان زیرمه شوې شتمنۍ مخینه
د نړیوال بانک د رسمي ارقامو له مخې د افغانستان لومړنۍ زیرمه شوې شتمني د ( 1960 ) څخه پیل شوې چې په لومړي سر کې ( 50,690,800 ) امریکایي ډالرو څخه پیل شوې چې له ( 1972 ) کال وروسته دې زیرمه شوې شتمني صعودي حالت غوره کړ آن تر ( 1979 ) کال پورې تر نهه سوه میلونه ډالرو پورې ورسیده چې لدې وروسته یې بیا نزولي حالت غوره کړ تر دې چې په ( 1991 ) کال کې (576 ) میلیونه ډالرو ته راښکته شو . لاندې به له 1960 ـ 2020 پورې کلونو د زیرمه شوو شتمنۍ ارقام په امریکایي ډالرو ولولئ
1960 ( 50,690,800 )
1965 ( 45,434,560 )
1970 ) 49,788,930 )
1975 ) 217,260,903 )
1980 ( 940,035,968 )
1985 ) 610,761,731 )
1990 ( 637,925,667 )
1991 ( 576,118,920 )
2008 ( 3,042 ) میلیارده ډالر
2010 ( 5,162 ) میلیارده ډالر
2015 ( 6,977 ) میلیارده ډالر
2017 ( 8,097 ) میلیارده ډالر
2019 ( 8,498 ) میلیارده ډالر
2020 ( 9,694 ) میلیارده ډالر (Bank, Total reserves (includes gold, current US$) – Afghanistan, 2020)
د پورتنیو ارقامو په کتنه د افغانستان زیرمه شوې ذخایر قیمت له ( 2008 ) کال څخه وروسته په صعودي حالت کې قرار لري او ښه پرمختګ یې کړیدی خو له ( 2015 ) کال وروسته د زیرمه شوې شتمني کې بې سارې زیاتوالی ښایي چې سره ددې جنګي حالت وه ، ورپسې د کرونا ناروغۍ اقتصادي بحران خو بیا هم زیرمه شوې شتمني تر نهه نیم میلیارده ډالرو ورسیده .
افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمو ، سره زره او نورو سوداګریزو لیکونو له نګاه نه د ( 2019 ) کال د نړیوال بانک د یوه راپور له مخې په ( 76 ) یم ځای کې قرار لري چې چین په لومړي سر کې د ( 3222.89 ) میلیاردو ډالرو په معادل د زیرمه شویو شتمنیو لرلو له امله لومړی او کینیا یې په وروستي جدول کې قرار لري . (Economy, 2019)

د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ څه شي ، چیرته او څومره ده ؟
د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمني د افغانستان بانک د یو رسمي خبر له مخې ( 5 ، 9 ) میلیارده ډالره ښایي ، چې د افغانۍ پشتیبانه یې ګڼلی شو ددې شتمنۍ زیاته برخه د نیویارک د پانګو په فېډرالي بانک کې چې مرکز یې په امریکا کې ، دی شتون لري یو شمېر یې نور یې د سویس په بانکونو کې هم شته .
خو د نړیوال بانک د رسمي ارقامو له مخې د افغانستان بانک زیرمه شوې شتمني د ( 2020 ) میلادي کال تر پایه ( 9,694,989,38 ) امریکایي ډالره کیږي (Bank, 2020)
د افغانستان بانک مخکنی رئیس ، اجمل احمدي په خپل ټویټر پاڼه باندې لیکلي دي ، چې له دې جملې د اوه میلیارده ډالرو په اندازه نغدي ډالر ، سره زر ، با اعتباره چیکونه او نور سوداګریز لیکونه دي ، چې د امریکا په نیویارک ایالات کې د ( Federal Reserve Bank of New York) سره او همدارنګه نړیوالو مالي مؤسسو سره شتون لري نور باقې په سویس بانک کې له Bank for International Settlements سره دي . (Standard, 2021) )
د افغانستان بانک د کنګل شوو زیرمو څخه یې ( 7 ) ميليارده ډالر د امريکا فدرالي بانک کې دي ، چې ددې له جملي څخه یې ( 3 ,1 ) ميليارده ډالر د بل او بانډ په بڼه دي، ( 2 ,4 ) میلیارده ډالر د نړیوال بانک د Reserve Advisory and Management Partnership (RAMP) دي، ( 1 ,2 ) ميليارد ډالر په ارزښت سره زر دي ، او درې سوه میلیون امریکایي ډالر نغدي پیسي دي . ددې ترڅنګ ( 1 ,3 ) میلیارده ډالر په نړیوالو حسابونو کې شتون لري او ( 7 ) سوه میلیون ډالر د سويزرلینډ بانک Bank for International Settlements کې ذخيره شوي . (Putz, 2021)

ددې زیرف شوې زیرمو د کنګل کېدو زیانونه
د امریکا له لورې د زیرمه شوې شتمنۍ کنګل کول په لویه کې د افغانستان په اقتصادي حالت باندې ژور اغېز پریباسي ، په سیاسي چاپیریال کې د حکومتولۍ اغېز زیانمنولی شي او د نړیوالو له نظره یو بد تصویر له ځان سره لري مخکې مو هم وویلې ، چې له دې ذخیره شوې شتمنۍ په وارداتو کې هم کار اخیستل کیږي نو د وارداتو برخه مو سخته زیانمنیدلی شي لکه موږ چې اوس ګورو افغانستان ډیر تکیه په بهرنیو توکې باندې ده یانې واردات یې زیات دي نو دا برخه اوس دومره زیانمنه شوې چې د توکو بیې په بې ساري ډول پورته شوي او د بشري ناورین د راتلو ستر خطر متوجه دی . هېوادونه پدې وخت کې مجبور دي ، چې په زیرمه شوې شتمنۍ کې کموالی راولي چې موږ دې حالت ته د تادیاتو په بیلانس کې کسر(Balance of Payment Deficit ) وایو دلته هېوادونه د بهرنیو زیرمه شویو اسعارو له لارې بیلانس متوازن ساتي چې د تادیاتو بیلانس کسر د همدې زیرمه شویو شتمنیو څخه تمویلیږي .
البته یو موضوع شته ، چې د امریکا له لورې په افغانستان باندې اقتصادي بندیزونه نه دي لګیدلي، بلکې یوازې زیرمه شوې شتمني یې ورته کنګل کړې چې ددوی په وینا د طالبانو لاس رسی ورته ونه شي تر څو ددوی له لورې د ژمنه شویو مواردو په اړه لیدونکي اقدامات نه وي ترسره شوي .
بل ستر زیان یې دادی ، چې د افغانستان مرکزي بانک د افغانۍ ارزښت د ثبات ساتلو په موخه اونۍ کې درې ځل بازار ته ډالر د خرڅلاو لپاره وړاندې کول یانې د افغانستان په بازار کې د ډالرو تقاضا زیاتوالي پر اساس دا کار کیده ځکه چې افغانستان په زیاته پیمانه راکړه ورکړه په ډالرو باندې کوي او موږ پوهیږو چې افغانستان واردات زیات دي نو مجبورا له ډالري معاملو څخه کار اخیستل کیده نو پدې توګه اوس چې د مرکزي بانک لپاره ډالر په لاس کې نشته نو په ډیره پیمانه د افغانۍ د ارزښت ساتلو په موخه ډالر بازار ته د خرڅلاو لپاره نه شي وړاندې کولی او پدې سره د افغانۍ ارزښت اهسته اهسته را ښکته کیږي ، چې موږ ددې اوس شاهدان یو .
د نرخونو ثبات د افغانستان بانک لپاره یو مهم هدف دی او کله چې بازار ته د ډالرو عرضه کول کم شي نو نرخونه خپله پورته ځي او د نرخونو پورته تلل زموږ د ګړنګ پر غاړه ولاړ حالت نور هم وخیم کولی شي.
بله برخه پدې ذخیره شوې شتمنۍ کې د سوداګریزو بانکونو شتمنۍ هم شاملې دي همدارنګه د ځېنو سوداګرو یو ډير کم تعداد سرمایه هم پکې شته چې دوی هم لدې څخه استفاده نه شي کولی او بانکونه به د پیسو له کمښت سره مخ شي ځکه اوس وخت کې خلک بې کاره دي او همدارنګه په هېواد کې د مطمین ثبات نه شتون له امله خلک خپلې پیسې له بانکونو وباسي چې پدې سره به بانکونه هم دیوالي شي او دا به دافغانستان په بانکوالۍ نظام کې د ناورین رامنځته کېدو سبب وګرځي .

د کنګل کېدو ګټې
ځېنې اقتصادي کارپوهان پدې اند دي ، چې که چیرته دغه شتمني ازاده شي نو موجوده نظام به یې د یوه منظم میکانیزم د نشتون له امله ضایع کړي نو بهتره داده چې په نړیوالو مالي مؤسساتو کې خوندي پرتي وي.
څارونکي یوه بله اندیښنه هم لري ، دوی وایي چې د پاکستان له لورې په نړیواله کچه په بار، بار ډول د یادې کنګل شوې شتمنۍ د خلاصولو غوښتنې ددې لپاره دي ، چې پاکستان له افغانستان سره په اوس وخت کې د نورو هېوادونو په پرتله زیاته سوداګري لري ، چې پدې سره به خپل بازار ته د افغانستان له لارې ډالر ترلا سه کړي او د خپلې کرنسۍ لپاره به ډالر په لاس کې ولري تر څو یې ارزښت ثابت پاتې شي .
(Jawad, 2021)
د پاکستان بله دلچسپي سیاسي ده ، چې غواړي نړیوال د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني نو که یې شتمني کنګل وي ، نړیوالې راکړې ورکړې ورسره ترسره نه شي او له نړیوالو سره ترسره شوې ژمنې ترسره نه کړي نو ممکنه نه ده چې په رسمیت دې وپیژندل شي .
پاکستان په ملګرو ملتونو کې هم په امریکا باندې غږ وکړ ، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې خلاصه شي او له دې هېواد سره دې بشري مرستې ترسره شي . (TRTWORLD, 2021)
دلته یې د کنګل کېدو یوه ګټه داده ، چې تر څو منظم مالي سیستم نه وي جوړ شوی ددې شتمنۍ د ضایع کېدو ویره شته دی او امکان دې ولري چې طالبان یې د خپل نظام ملاتړ لپاره په عادي او انکشافي بودیجه کې ترې استفاده وکړي چې پدې صورت کې به بدې پایلې ولري او د افغانۍ ارزښت ته به سخته صدمه ورسیږي نو ددې برخې غوښتونکي وایي ، چې تر څو منظم میکانیزم نه وي جوړ شوی ، امارت په رسمیت نه وي پیژندل شوې او ادارې په پښو نه وي ودریدلې نو دا کنګل شتمني دې کنګل پاتې شي .
اندیښنه داده ، چې هسې نه ددې پیسو حیف او مېل ته لاره خلاصه شي چې ورسره به د زیرمه شوو شتمنیو څخه خلاص شوي یو او هم به مو د کرنسۍ ارزښت له لاسه ورکړی وي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز هم غوښتنه وکړه ، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې خوشې تر څو په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته نه شي خو نوموړي ددې پیسو د حیف او میل کېدو او په بې نظمه ډول د لګښتونو له امله هم اندیښنه وښوده . (VAKIL, 2021)

پایله :
دا کنګل شوې شتمني د افغانستان بانک سرمایه ده چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو په خاطر نړیوالو بانکونو او مالي موسساتو کې ایښودل شوي لدې سرمایې په هیڅ صورت کې د عادي او انکشافي بودیجې لپاره استفاده نه شي کیدای تر هغې چې د خپلې کرنسۍ د ارزښت د له منځه تللو خطر په ځان باندې قبول نه کړې دلته یو نا سم پوهاوی دا شته دی ، چې خلک فکر کوي چې لدې زیرمه شوې شتمنۍ به د کارمندانو معاشات او یا هم پروژې اجرا کړل شي خو داسې نه ده ، بلکې دا د افغانستان د مرکزي بانک سرمایه ده ، چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو په موخه زیرمه شویدي ، ددې ریزف له لارې مرکزي بانک خپل پولي سیاست کنټرولوي او نه پریږدي چې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړي . البته د ځېنو سوداګریزو بانکونو سهم هم پکې شته خو دا ټول د افغانستان د مرکزي بانک له ادرسه ایښودل شويدي .
اقتصادي بندیزونه د هیچا په ګټه نه دي تر دې چې دا خپله نړیوالې ټولنې ته هم یو سرخوږی دی ، چې په افغانستان کې د بشري ناورین راتلو سره به دوی هم خوندې پاتې نه شي .
د بندیزونو د لرې کېدو په صورت کې هم باید له دې زیرمه شوې شتمنۍ څخه استفاده ونه شي ځکه د همدې زیرف شوې شتمنۍ موجودیت دی چې د افغانۍ (پولې واحد) قیمت یې لوړ او برقرار ساتلی که چیرته لدې سرمایې څخه استفاده کیږي نو پدې مانا چې د افغانۍ ارزښت به نور هم ښکته ځي او د توکو بیې به نورې هم لوړیږي د حکومت مشرتابه ته په کار دي ، چې د دولتي بودیجې لپاره له نورو سرچینو څخه کار واخلي او د عادي او انکشافي بودیجې لپاره د نړيوالو مرستې را جلب یا هم په کور دننه د بودیجې د تمویل لپاره سرچینې پیدا او کار وکړي .
پایله داده ، چې دا کنګل شوې شتمني په هیڅ صورت د افغانستان د بودیجې برخه نه ده او نه هم باید په ملي بودیجې کې د مصرف په نیت ورته وکتل شي دا زیرمه شوې شتمني ده او باید همداسې زیرمه وساتل شي .
دا هم په ګټه نه ده ، چې د افغانستان شتمني دې کنګل پاتې شي ددې لپاره باید یو منظم میکانیزم جوړ شي طالبان باید د نړیوالو د مرستو را جلبولو لپاره په پراخه توګه لابي وکړي ، د سترو پروژو د تطبیق لپاره زمینه برابره کړي او تر ټولو مهمه خبره داده ، چې افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي او له نړیوالو سره د کړو ژمنو له مخې خپل حکومت په رسمیت پرې ومني .
References
Bank, T. W. (2020). data.worldbank.org. Retrieved from https://data.worldbank.org/indicator/FI.RES.TOTL.CD?end=2020&locations=AF&start=1960&view=chart
Bank, T. W. (2020). data.worldbank.org/indicator. Retrieved from https://data.worldbank.org/indicator/FI.RES.TOTL.CD?locations=AF
Economy, T. G. (2019). Retrieved from theglobaleconomy.com: https://www.theglobaleconomy.com/rankings/reserves/
Jawad, M. ( 2021, September 25). www.voadeewanews.com. Retrieved from https://www.voadeewanews.com/a/6245477.html
Musumeci, N. (2021, Aug 25). businessinsider. Retrieved from https://www.businessinsider.com/federal-reserve-bank-of-new-york-holds-billions-from-afghanistan-2021-8
Putz, C. (2021, August 26). THE DIPLOMAT. Retrieved from https://thediplomat.com/: https://thediplomat.com/2021/08/taliban-takeover-world-bank-and-imf-halt-aid-us-freezes-afghan-assets/
Standard, B. (2021, August 19). Business Standard. Retrieved from https://www.business-standard.com/article/international/us-freezes-nearly-9-5-billion-afghanistan-central-bank-assets-report-121081900034_1.html
TRTWORLD. (2021, SEP 3). www.trtworld.com. Retrieved from https://www.trtworld.com/asia/pakistan-us-freezing-of-afghanistan-s-assets-very-unhelpful-49679
VAKIL, C. (2021, September 9). thehill.com. Retrieved from https://thehill.com/policy/international/571608-un-urges-release-of-afghanistans-frozen-assets-to-prevent-severe?rl=1
Valev, N. (2019). https://www.theglobaleconomy.com/Afghanistan/reserves/. (N. Valev, Editor) Retrieved from TheGlobalEconomy.com: https://www.theglobaleconomy.com/Afghanistan/reserves/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب