Homeخبرونهپېښور کې د ډاکټر نجيب د تلین غونډه وشوه

پېښور کې د ډاکټر نجيب د تلین غونډه وشوه

تاند:( دوشنبه، د ميزان پینځمه) په پېښور کې د محسن داوړ په مشرۍ ملي جمهوري غورځنګ نن د افغانستان د وژل شوي پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله د ۲۵ تلين په مناسبت غونډه وکړه.

‏ملي جمهوري غورځنګ لخوا په اسلام اباد پريس کلب کې د ډاکټر نجيب الله شهيد ۲۵ م تلين ياد غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې، د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ او نورو مشهورو پښتنو ملتپالو مشرانو: افراسياب خټک،عبدالله ننګیال او انور سليمانخيل ډاکټر نجيب شهيد روح ته د عقيدت پېرزونې وړاندې کړي.

‎دا غونډه په داسې مهال شوې، چې په افغانستان کې تېر کال د ډاکټر نجيب پلويانو د ټولو هڅو باوجود په لویه کچه د هغه د تلین غونډه د سخت دریځو اخواني ډلو د مخالفت له کبله ونه کړای شوه.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...