Homeخبرونهطالبان په خپل لاس وران کړي پلونه بيرته رغوي

طالبان په خپل لاس وران کړي پلونه بيرته رغوي

تاند:(‌ دوشنبه، د ميزان پینځمه) د طالبانو اسلامي امارت د کندهار د لسګونو هغو پلونو د بيرته جوړولو خبر ورکړی، چې دوی یې په ويجاړۍ تورن دي.

باختر خبري اژانس، چې اوس د طالبانو لپاره نشرات کوي، په يوه راپور کې لیکلي چې دا پلونه په کندهار کې د طالبانو د ټولګټو چارو رياست له لوري په اساسي رغول کیږي.

سرچينې دا نه دي ویلي، چې ياد شوي پلونه ولې، کله او د چا لخوا ويجاړ شوي؟

مخکې د اوږدو کلونو جګړه کې طالبان تورن وو، چې بهرنيو او افغان ځواکونو ته د ګرځيدو د ستونزمنولو او تلفاتو په موخه يې پلچکونه، سړکونه، پلونه او ځينې وخت د وېره خورونې او خپل حضور ښودلو لپاره ان ښوونځي او روغتونونه ويجاړول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...