تاند:( دوشنبه، د ميزان پینځمه) د طالبانو د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستان سره دې بشري مرستې نه سياسي کوي.
نوموړي نن د ناروې د بهرنیو چارو پخواني وزير او د کډوالو نړيوالې شورا له منشي جان ایګلینډ سره په لیدنه کې دا غوښتنه کړې.
بهرنيو چارو وزارت د دغه بهرني مقام په حواله ويلي، چې پر طالبانو اقتصادي بندیزونه افغانستان ته د بشري مرستو پر وړاندې خنډ شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې متحده ایالاتو نړیوالو مرستندویه ادارو باندې د بشري مرستو له اړخه بندیزونه لیرې کړي.
طالبانو له نړیوالو غوښتي، چې بشري مرستې دې نه سياسي کوي او افغانستان ته دې دغه مرستې واستوي.
د طالبانو منتقدین بيا باور لري، چې د دوی نامشروع رژيم او نړيوالو ته يې د نه منلو چارې د بشري ناورين د زیاتیدو لوی عوامل دي.