تاند (دوشنبه، د میزان ۵) یو شمېر کسانو، چې ځانونه د ښځو او قومي اقلیتونو ملاتړي ښيي او د طالبانو پر ضد کمپاین کوي، نن په بلجیم کې د افغانستان سفارت د لنډ وخت لپاره ونیوه.
د راپورونو له مخې شپږ تنو نن سهار په بروکسل کې د افغانستان د سفارت ودانۍ د لنډ وخت لپاره ونیوله. وروسته پولیسو دا شپږ تنه ونیول.
بلجمي رسنیو ویلي چې «د افغانستان د خلکو دیموکراتیک غورځنګ» په نوم کسانو ویلي چې دوی د دې لپاره مبارزه کوي چې نړیوال د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.
دوی دا هم ویلي چې له نړیوالو غواړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني ځکه چې طالبان د ښځو خلاف تاوتریخوالی کوي او د هزاره او تاجک اقلیتونو پر ضد تشدد کوي.
دوی دا هم ویلي چې په بهرنیو هیوادونو کې افغانانو ته د پناه ورکولو غوښتونکي دي.
تر دې مخکې نن په بروکسل کې د افغانستان سفارت وویل، نن سهار شپږ تنه په زوره د سفارت ودانۍ ته ورننوتل، هڅه یې وکړه چې ځینې مهم اسناد واخلي.
سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو کسانو ځانونه «د افغانستان د خلکو دیموکراتیک غورځنګ» غړي بلل، سهار مهال، چې لا تیاره وه، د سفارت د ساتونکو له خبرداري سره سره ودانۍ ته په زوره ننوتل.
د سفارت له خبرپاڼې سره سم، حمله کوونکو د سفارت دروازې او کړکۍ ماتې کړي او ساتونکي یې په چړې ګواښلي دي.
دا لومړی ځل دی چې په یوه هیواد کې د افغانستان پر سفارت برید کېږي.
په بلجیم کې د افغانستان سفارت همداراز ویلي، سفیر هڅه وکړه له حمله کوونکو سره خبرې وکړي، خو بالاخره پولیس سفارت ته ورسېدل او شپږ واړه یې ونیول.
شپږ واړه بیرته افغانستان ته راولیږئ، دا لا کومسې مبارزه ده !! دې ته مبارزه نه ګونډاګردي او لنډغري وایي.. دا همغه سپک دي، چې نه د ځان او نه د وطن په حیاء پوهیږي، دوی تل افغان ولس، افغان هیواد او افغان نوم بدنام کړی دی..