یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د دماغ او شوکي نخاع مایع

د دماغ او شوکي نخاع مایع

ژباړن او راټولوونکی: احسان الله ژمن

CSF (Cerebrospinal Fluid) یوه بې رنګه مایع ده، پروټین نه لري، د Choroid plexus په مرسته تولیدېږي.

(Choroid plexus یو ترشحي اپیتیلیم دی، د دماغ په بطیناتو کي وي).

د CSF دندي

Buoyancy (د آب بازۍ ځانګړتیا)

دماغ په زیاته کچه شحمي مواد لري، ځکه یې د جاذبې قدرت هم له CSF څخه زیات دی. ددې توپیر پر اساس دماغ په CSF مایع کي آب بازي کوي.

د آب بازۍ ګټه داده، چي د دماغ ټول حجم په مساوي ډول تقسمېږي او نه پرېږدي چي دماغي نسجونه یو په بل کي تراکم وکړي او یا د جمجمې (د سر کاسې) په هډوکو پسې وصل سي.

که چېري د CSF مایع نه وي، په تر تیب سره دماغي نسجونه او رګونه تراکم کوي، په دماغ کي د ویني جریان له منځه ځي او په پایله کي ischemia (د ویني نشتون) را منځته کېږي.

Shock absorption

دماغ له ټولو اړخونو څخه د CSF په مرسته د نرمي تکیې (بالښت) په شان چاپېر سوی دی. کله چي سر د شدیدي ضربې سره مخ کېږي نو، دا تکیه دماغ له زیانمن کېدو څخه ساتي.

Volume changes

د شدید فعالیت پر مهال په عصبي حجرو (نیورونو) کي د متابولیزم له کبله متابولایتونه جمع کېږي او حجرې پړسېږي. د CSF مایع دا ذمینه مساعدوي چي عصبي حجرو ته اوبه داخل سي او پدې توګه په مرکزي عصبي سیستم (CNS) کي د حجم د هر ډول بدلون څخه مخنیوی کېږي.

Homeostasis

نوموړې مایع د سر (ککرۍ) په توازن کي رول لري او د بطیناتو څخه اضافي بېکاره مواد بهر وړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب