یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+هیله لرم/ ژباړه: ارشاد علي 

هیله لرم/ ژباړه: ارشاد علي 

ډاکټر مارتین لوتر کینګ جونیر (۱۹۲۹-۱۹۶۸) 

«دا دقیقاً هغه وینا ده چې مارتین لوتر  د ۱۹۶۳م کال د اګست په ۲۸مه د واشنګټن په لورې د دندو او ازادۍ لپاره د پاڅون په ورځ د لینکن  یادګاري څلي له زینو څخه اورولي وه.»

زه خوشحاله یم چې نن تاسې سره پداسې څه کې یو ځای یم چې زموږ د ملت په تاریخ کې به د ازادۍ  لپاره یو لوی ثبوت وي. کلونه وړاندې، یوه نامتو امریکايي چې اوس يې موږ سمبولیک سیوري ته ولاړ یو، د خپلواکۍ بیانیه لاسلیک کړه. دغه مهم فرمان هغو میلیونونو تور پوستیو غلامانو ته چې د سپک عدالت په لمبو کې سوځيدل، د هیلو د یوه څراغ په څیر و. خو سل کاله وروسته لا هم تورپوستي ندي ازاد. سل کاله وروسته د تور پوستیو ژوند لا هم په خواشینی سره د افتراق او تبعیض په ځنځیرونو سره تړل شوی دئ. سل کاله وروسته تور پوستي د غربت په جزیره کې چې د مادي کامیابی د پراخه سمندر په منځ کې ده، یوازې اوسیږي. سل کاله وروسته تور پوستي لا هم د امریکايي ټولنې په کونجونو کې مړاوي  ګرځي  او په خپله ځمکه کې ځان جلا وطنه احساسوي. موږ نن دلته راغلي یو چې یو شرمناکه حالت ډرامټایز کړو. موږ نن د خپل ملت پایتخت ته پدې موخه راغلي یو چې د نغدو پیسو چیک واخلو. زموږ د جمهوریت جوړونکو چې کله د اساسي قانون او د ازادۍ د اعلانولو  ارزښتمنې کلیمې لیکلې، دوی یو تعهد لیک لاسلیکولو چې هر امریکايی پکې شامل و. دا لیک ټولو سړیو سره وعده وه، هو، تور پوستيو ته هم د سپین پوستیو په څير د ژوند کولو مسلم حقونو، ازادي او د خوشحالی پسې کیدنې  ضمانت ورکول کیدو. نن دا ښکاره ده چې امریکا د خپلو وګړو د رنګ په مسله کې تر یوحده د تعهد لیک څخه بې وسي ده. ددې پر ځای چې ددې سپیڅلي مجبوریت درناوی وکړي، امریکا تورپوستیو ته یو بد چیک ورکړی، داسې چیک چې پر شا يې ( غیر کافي فنډ) لیکل شوي. خو موږ دا نه منو چې د عدالت بانک دې تړلۍ وي. موږ دا باور نه منو چې ددې ملت د فرصتونو په خزانه کې دې کافي سرمایه نه وي، موږ ځکه راغلي یو چې دا چیک واخلو؛ هغه چیک چې موږ ته به خپله غوښتل شوي د ازادی شتمني او د عدالت امنیت راکړي. موږ دغې سپیڅلي ځای ته ددې لپاره هم راغلي یو چې امریکا ددغې ځواکمن ضرورت څخه خبره کړو. دا د ځان سړولو د عیش او یا د تدریجي ارام ورکونکو د درملو خوړلو وخت ندئ، اوس هغه وخت دی چې د دیموکراسۍ کړي ژمنې پوره کړو. اوس د تبعیض له  تیاره او متروک تنګي څخه د لمر روښانه شوي نژادي عدالت لارې ته د راپورته کیدو وخت دئ. اوس هغه وخت دی چې خپل ملت د نژادي تعصب له روان ریګ څخه د ورورولۍ یوې کلکې ډبرې ته راپورته کړو. اوس هغه وخت دی چې د خدای ټولو زامنو ته عدالت رښتیا کړو. دا به د ملت لپاره بده وي چې د حال ضرورت ته له پیله وګوري، د تورپوستیو لپاره به د نامشروع نا رضایتی دا سوځوونکی اوړی تر هغې پای ته ونه رسیږي، تر څو چې د ازادۍ او مساوات قوت بخښونکی منی نه وي راغلی. ۱۹۶۳ پای نه بلکې پیل دی، هغوی چې دا هیله لرله چې تورپوستانو ته غوسه نه کول ضرور دي، اوس به قانع شوي وي چې که چیرې ملت کاروبار ته په همدې ډول دوام ورکړي نو له یوه زیږ ویښتابه سره به مخامخ شي. په امریکا کې به تر هغې ارامي او سکون نه وي تر څو چې تورپوستیو ته د تابعیت حقوق نه وي ورکړل شوي. د بلوا بړبوکۍ به زموږ د ملت د بنسټونو لړزولو ته تر هغې دوام ورکړي تر څو چې د عدالت روښانه ورځ نه وي راښکاره شوي. یو څه شته چې باید خپلو هغو خلکو ته يې ووایم چې د عدالت ماڼۍ ته د غځیدلي لارې په ګرم درشل کې ولاړ دي: د خپل سم ځای د لاسته راوړلو په پروسه کې باید د غلطو کړنو د کولو له امله ګناهګار نشو. راځی د ازادی لپاره تنده مو د کرکې او غوسې له پیاله څخه په څښلو سره مشبوع نه کړو، موږ باید خپلې ټولې هڅې د تل لپاره د عزت او نظم په لوړه طیاره کې ترسره کړو. موږ باید خپل ابتکاري احتجاج ته په تشدد بدلیدلو اجازه ورنه کړو. بیا او بیا؛ موږ باید هغو جادويي لوړو ته پورته شو چې فزیکي قوت له روحي قوت سره یو ځای کیږي. دا نوي عجیبه جګړه ماري چې تورپوستي ټولنه يې احاطه کړي ده باید موږ دې ته برابر نه کړي چې په ټولو سپین پوستیو بې باوره شو. زموږ د ډیرو سپینو پوستیو وروڼو لپاره چې ځیني يې د ثبوت لپاره نن دلته هم شتون لري، په دې پوهیدلي دي چې ددوی سرنوشت هم زموږ په سرنوشت پورې تړلۍ دی. دوی ددې لپاره راغلي چي پوه شي چې ددوی ازادي په نه جدا کیدونکي اړیکې سره زموږ له ازادی سره تړلي ده. موږ یوازې مخ ته نشو تلای، که ځو هم، موږ باید دا تعهد وکړو چې تل به مخکې ځو. موږ شاته نشو ګرځیدای. دلته ځیني داسې شته چې د مدني حقوقو د پلویانو پوښتنه کوي، تاسې به کله قانع شی؟

موږ به تر هغې قانع نشو تر څو چې تور پوستي د پولیسو د هغو نه ویل کیدونکیو وحشتونو قربانیان وي. تر هغې به قانع نشو تر څو مو چې بدنونه د سفر له ستړیاوو درانده وي، د لویو لارو په مسافر خانو کې او د ښار په هوټلونو کې د اوسیدو اجازه نه وي راکړل شوی. تر هغې به راضي نه شو تر څو چې د تورپوستیو د اوسیدو بنسټیز محل له کوچني څخه لوی ته نه وي بدل شوی. یهودو

موږ تر هغې نشو راضي کیدلای تر څو مو چې ماشومان د خپل شخصیت څخه ګوښه پاتې وي او عزت يې د «یوازې سپین پوستي» نښو پواسطه غلا شوی وي. موږ تر هغې نشو راضي کیدلای تر څو چې په میسیسیپي کې تورپوستیو رایه نه وي ورکړي او په نیویارک کې تورپوستي لا هم پدې باور وي چې د رايې لپاره هېڅ نه لري. نه، نه، موږ نه یو راضي او نه به تر هغې راضي شو تر څو چې عدالت د اوبو په څیر بهیدلی نه وي او د یوې لويې بهیدونکي ویالې په څیر شوی نه وي. زه لدې ناخبره نه یم چې ستاسې له ډلې ځیني له لویو محکمو او سختو کړاوونو څخه راوتلي يئ او دلته راغلي يئ. ستاسې څخه ځیني د زندان د تنګو خونو څخه تازه دلته راغلي دي، ځیني بیا له داسې ځایو راغلي يئ چې د ازادۍ لپاره هڅو مو د شکنجو له طوفان او د پولیسو د وحشت له امله دربدره کړي يئ. د ابتکاري تکالیفو پخواني سربازان یئ، دې عقیدې سره کار کولو ته دوام ورکړی چې نا غوښتل شوی تکلیف نجات ورکونکی دی. میسیسیپي ته بیرته لاړ شئ، الاباما ته بیرته لاړ شئ، جنوبي کارولینا ته بیرته لاړ شئ، جورجیا ته بیرته لاړ شئ، لویسینا ته بیرته لاړ شئ، زموږ د شمالي ښارونو یهود میشته او غریب میشته سیمو ته پدې موخه  بیرته لاړ شئ چې دا حالت بدلیدلی شي او بدل به شي. راځئ چې د ناهیلۍ په تنګي کې ونه رغاړو. زما ملګرو، زه نن تاسو ته وایم چې که څه هم نن یا سبا مشکلاتو سره مخ یو خو زه لا هم یوه هیله لرم، داسې هیله چې په امریکايي هیله کې ژوره ريښه لري. هیله لرم چې یوه ورځ به به دا ملت پورته شي او د خپلې عقیدې سره به په سمه معنا ژوند وکړي. موږ  ددې حقیقتونو شا ځکه نیولي چې پخپله ددې شاهدان واوسو چې ټول خلک یو شان پیدا شوي. زه دا هیله لرم چې یوه ورځ به د جورجیا په سرو  غونډیو کې د پخوانیو غلامانو زامن او د پخوانیو غلامانو د مالکانو زامن ددې وړ وي چې د ورورولۍ په یوه میز سره کښیني. زه دا هیله لرم چې یوه ورځ به د میسیسیپي هغه ایالت چې د بې عدالتۍ او ظلم په اور کې سوځي،د عدالت او ازادۍ په یوه رغیاڼه باندې واوړي. زه دا هیله لرم چې زما څلور کوچني ماشومان به یوه ورځ په داسې ملت کې واوسیږي چې دوی به د پوستکي د رنګ پواسطه نه تشخیص کیږي بلکې د خپلو کړو پواسطه به تشخیص کیږي. زه نن دا هیله لرم. زه هیله لرم چې یوه ورځ به کوچني تور پوستي هلکان او انجونې ددې وړ وي چې کوچنیو سپین پوستیو انجونو او هلکانو ته د وروڼو او خویندو په څیر لاس ورکړي. زه نن دا هیله لرم. دا هیله لرم چې یوه ورځ به هره دره لوړه شي، هره غونډۍ او غر به ټیټ شي؛ خام ځایونه به جلګې شي، کړوپ ځایونه به سیده شي، د خدای برۍ به راښکاره شي او ټول انسانان به يې یو ځای وویني. همدا زموږ هیله ده، همدې ارادې سره زه جنوب ته بیرته ځم. له همدې ارادې سره به موږ وکولای شو چې د نا امیدی له غره څخه د هیلې ډبره وتوږو. له همدې هیلې سره به موږ وکولای شو چې د خپل ملت جنجالي اختلافونه د ورورولۍ په یوه ښکلي سندره واړوو. له همدې ارادې سره به موږ وکولای شو چې یو ځای کار وکړو، یو ځای عبادت وکړو، یو ځای هڅه وکړو، یو ځای زندان ته ولاړ شو، د ازادۍ لپاره یو ځای ودریږو او پدې پوه شو چې یوه ورځ به موږ ازاد و. دا به هغه ورځ وي چې د خدای ټول زامن به وکولای شي چې په یوه نوي معنا سندره ووايي: :زما هیواد،ستا هیواد، د ازادۍ ښکلي ځمکه،دي ته زه سندره وایم. هغه ځمکه چې پلار مې پکې مړ دی، د زایرانو د غرور ځمکه، د هر غره له لمنې ، پریږدی چې ازادي چاپیره شي او که امریکا یو لوی ملت کیدونکی وي، دا دې رښتیا شي.

پریږدی چې ازادي د نیو هامپشایر د حیرانونکو غونډیو له سرونو څخه راتاوه شي، پریږدی چې ازادي د نیویارک له لوړو غرونو څخه راچاپیره شي، پریږدی چې ازادي د پنسلوانیا له لوړیدونکو الیګینیز څخه راچاپیره شي، پریږدی چې ازادي د کلوراډو په واورو پوښل شويو راکي غرونو څخه راچاپیره شي، پریږدی چې ازادي د کالیفورنیا د قوسي ځوړیو څخه راچاپیره شي، یوازې دا نه؛ پریږدی چې ازادي د جورجیا له ډبرینو غرونو څخه راچاپیره شي، پریږدی چې ازادي د ټنسي د څارونکي غر څخه راچاپیره شي، پریږدی چې ازادي د میسیسیپي له هرې غونډي او کوچنۍ تپې څخه راچاپیره شي، پریږدی چې د هر غره له لمنې ازادي راچاپیره شي. کله چې داسې پیښ شي، کله چې موږ ازادی ته اجازه ورکړه چې راچاپیره شي، کله چې مو اجازه ورکړه چې له هر کلي، کوچني کلي، له هر ایالته او له هر ښاره راچاپیره شي، په هغه ورځ به بیا موږ وتوانیږو چې تیز مخکې لاړ شو او د خدای ټول ماشومان؛ سپین او تور، یهود او غیر یهود، پروتستانت او کاتولیکان به وکولای شي چې لاسونه سره ورکړي او د پخواني نیګرو روحاني کلمو څخه دا سندره ووايي:

اخیر هم خپلواک

اخیر هم خپلواک

ډیر شکر لویه خدایه

اخیر هم خپلواک شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب