دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهنړیوال هوايي شرکتونه لا هم تیار نه دي چې کابل ته الوتنې...

نړیوال هوايي شرکتونه لا هم تیار نه دي چې کابل ته الوتنې وکړي

تاند (دوشنبه، د میزان ۵) سره له دې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې اداره نړیوالو او سیمه ییزو هوايي شرکتونو ته ډاد ورکوي چې د کابل هوايي ډګر الوتنو ته چمتو دی او د پخوا په شان دې دغه هوايي ډګر ته الوتنې وکړي خو له دوو شرکتونو پرته، د نورو هیوادونو هوايي شرکتونو کابل ته الوتنې نه دي پیل کړي.

د پاکستان هوايي شرکت (پي آی اې) د کابل او اسلام اباد ترمنځ د یو ساعته سفر لپاره د ټکټ بیه ۱۲۰۰ ډالره ټاکلې ده.

په همدې حال کې یې په سپین بولدک او تورخم کې قیودات دومره زیات کړي چې د وېزې لرونکي هم د مځکې له لارې نه شي تېرېدای.

د افغانستان د ملکي هوايي چلن اداره وايي چې یوه اوونۍ وړاندې یې ګاونډیو هیوادونو ته خبر ورکړ چې د کابل نړیوال هوايي ډګر الوتنو ته چمتو دی خو هیڅ هیواد تراوسه پورې ځواب نه دی ورکړی.

د افغانستان د هوايي ملکي چلن اداره وايي چې غالباً په هوايي ډګر کې هیڅ تخنیکي ستونزه نه شته او که وای د ایران او پاکستان هوايي شرکتونو به کابل ته الوتنې نه کولی.

ده په دې اړه څه ونه ویل چې ایا د کابل د هوايي ډګر رادار سیستم فعال دی او ایا تخنیکي کسان ورته لري او که نه.

په همدې حال کې لا هم د افغانستان پر فضا د نورو هیوادونو الوتکې نه تېرېږي.

د بهرنیو هوايي شرکتونو الوتکو وروسته له دې د افغانستان له فضا څخه د تېرېدو مسیر بدل کړ چې د افغانستان حکومت وپرزېد او رادار سیستم یې له کاره ولوېد. له دې درکه افغانستان د کال له ۵۰۰ تر ۶۰۰ ملیون ډالره عاید لري خو که د رادار سیستم فعال نه شي دا عاید به له لاسه ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب