دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د پاکستان د بيرغ توهینونکي مجازات کوو

مجاهد: د پاکستان د بيرغ توهینونکي مجازات کوو

تاند:( دوشنبه، د ميزان پینځمه) د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د هغو طالب جنګياليو د مجازات کيدو خبر ورکړی، چې په تورخم کې يې د پاکستان د بيرغ توهین کړی دی.

د اسپوتنيک اژانس په حواله، طالب وياند دا خبره د پاکستان دولتي تلويزيون سره په مرکه کې کړې.

ذبيح الله مجاهد ويلي: هغه عناصر مجازات کوو، چې د پاکستان او افغانستان اړيکې خرابوي، د تورخم پېښه يوه ناوړه پېښه وه او موږ به یې عاملان مجازات کړو.

په تورخم کې څو ورځې وړاندې د طالبانو په لباس کې يو شمېر کسانو له موټرو څخه د پاکستان بيرغ ښکته او سپکاوی يې ورته وکړ، چې له پاکستان څخه يې افغانستان ته بشري مرستې لېږدولې.

د‌ دې پېښې ويډيو پاکستان کې ډېر لاس په لاس شوه او توند غبرګونونه يې وپارول.

پاکستان د طالبانو اصلي ملاتړی هېواد دی او واک ته تر رسېدو پورې ډېری طالب مشران د دغه هېواد له ملاتړه برخمن او په خاوره کې يې د افغانستان د مخکيني نظام پر ضد خپله جګړه رهبري کوله.

له دې سره ويل کيږي، چې د طالبانو د دفاع د وزير ملا یعقوب او هلمند شورا ډلې د پاکستان په سرسخته مخالفینو بدل شوي.

5 COMMENTS

  1. وا مجاهد وا !
    اوس دی دنر کار وکا ، هغه بیرغ چی ستا ادې, ستا نیکونو ورته سلامی کوله او ښکلول یې ,هغه اسلامی تور سور شین ښکلی تاریخی بیرغ دي بې عزته کړ , د ارګ له سره دی را کوز کړ ، خو د انګلیس امریکا او چین دپنجابی غلام دبیرغ سپکاوي نا ارامه کړې . خدای خبر چی دا لوطی قریشی به ستاسی …
    دامپیراتورانو په هدیره کی د پنجابی حکومت ډیر دوام نه کوی

  2. هغه طالب چې لږ د افغانيت وينه يې په بدن کې شور لري، دوی دې خبر وي چې ستاسې مشران چې تاسې نړۍ ته نه وی راغلي، د پنجاب په مغزي ماشين کي يې مغزونه ور ډيلت کړي چې د افغانيت رګ او وينه کې پاتې وه، تاسو ددوی د آمر مطابق ددوی د خرتوب بار وړونکې يي

  3. هغه کسانو چې د پاکستان بیرغ د افغانستان په خاوره کې له پاکستاني موټرونو لیری کړ، هغوی د دې ملت د زړه ګټونکي دي، هغوی د افغانانو زړه خوشحاله کړ، ځکه چې دغه پاکستان د افغانانو کور وران کړ، نظام یې نسکور کړ، افغانستان یې فعلا د اشغال لاندې دی. زما په یقین ذبیح الله مجاهد هغه ظالم او سفاک قاتل دی، چې د هر مظلوم افغان د وژنې، او په لسګونو زره یتیمانو کونډو او معیبو افغانانو د ظلم په ویاړ سره په غاړه اخیسته، ځکه چې هغه ته له یو سره ټول افغانان کفار ښکاره کیدل، هغه د هیچا په مرګ زړه نه دی سیځلی، بلکې د هرې حملې او تروریستي برید په پایله کې به یې د مظلومو افغانانو د وینې تویولو مسؤولیت په غاړه اخیسته.
    زموږ ملي بیرغ طالبانو رانسکور کړ، بخښنه نه غواړي !!
    خو یو افغان د دې لپاره چې د دښمن هیواد بیرغ یې په خپله خاوره کې د اغیارو له موټرونو لری کړ، په سزا رسیږي !!
    واه واه طالبه !! شاباس شاباس !! یقینا چې د پنجابیانو ماموریت ښه په شوق او ویاړ سره سرته رسوئ ..

  4. همداسی ده او زمونږ د زړه خبره دی کړی
    زبیح الله چی مجاهد ویل خو ورته په دین او اسلام پوری ملنډی وهل دی داخبره کوی چی د خپلو بادارانو د خوښۍ لپاره یو غیرتی ځوان افغان مجازات کړی او خپلو بادارانو ته د خپل ناموس او عزت په بدل د وفا دارۍ ثبوت ورکړی.
    د تاب په صفونو کی با احساسه افغانان باید له دی عبرت واخلی او ددې مړضمیرو او مزدورانو او جاسوسانو پلانونه شنډ او له هر ډول همکارۍ ورسره لاس واخلی.

  5. د پاکستان د بیرغ سره ټول لر او بر افغانان کرکه او نفرت لری ، نو کوم یو به مجازات شی ، ان تر دی چه افغانان پاکستانی مواد او محصولاتو له اخیستلو او خرڅولو سره هم کرکه او نفرت لری .
    نو که غواړی پاکستان دا کرکه په مینه او اسلامی وروری بدلی کړی د افغانستان سره د سمه په متقابل احترام ولاړه واقعی دیپلوماسی غوره کړی او د افغانږ له جنګونی او توهین څخه د لاس واخلی .

    ټولو افغان د پاکستان ولس نه یو سوال لری چه ولی تل په کابل کی د نسبی مشروع حکومت مخالفین تل په اسلام اباد کی ساتل کیږی چه دا اوس د پنجشیر او مقاومت دوهم مشران پاکستان کی د یوی بلی ورانونکی جګړی پلانونه جوړوی ښه مثال دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب