یکشنبه, مې 19, 2024
Homeټولنیزد امپراتوریو هدیره / نوراغا رحماني

د امپراتوریو هدیره / نوراغا رحماني

موږ تل له تجربې او زده کړه پرته په تېرو زمانو ویاړلي او هر څه مو په عادتي ډول منلي او عام کړي. دغه عامېدلو یوازې پر موږ تاثیر نه دی کړی بلکې زموږ نسلونه یې تر موږ ډېر افسانه پرست او ظاهربین کړي. زموږ غټه ستونزه د عمل او راتلونکي پر ځای د تېرو ویاړنو او تېر وخت کې ژوند کول دي. یو ناوړه مشهوره باور مو د ویاړلي تاریخ او نامتوالي افسانې دي، چې له اوس او راتلونکي ژوند یې ایستلي یو. تېر ژوند د تجربې په منظور ښه دی، خو داسې نه چې په لسګونو پېړیو شاته ژوند وکړو.
د درېیمې نړۍ غټه ستونزه د مسؤلیت منلو پر ځای په تېر تاریخ ویاړ کول او د دغه ویاړ پر بنسټ د هوسایي احساس کول دي. ژوندي ملتونه بیا برعکس دي. تېر تاریخ لولي، خو راتلونکی تر هغو لا ځلانده او ویاړلی جوړوي.
موږ په زرګونو کلنی تاریخ لرو او حتا بې سواده هم پرې خبر دي. د ویاړونو کارنامې یې دومره عامې دي، چې د هر سړي د ژبې په سر جاري دي او له یوه نسل نه بل ته یې مرچ او مساله هم زیات شوي.
یو عام ویاړ چې تقریباً زموږ په غافله کولو کې یې ښه رول لوبولای د “امپراتوریو هدیره” دی. زموږ ټول تاریخ ګواه دی چې امپراتورۍ مو ماتې کړې او لا لګیا یو ماتوو یو. خو دې ته مو پام دی چې دغه ماتولو مو په ژوند کوم تاثیر کړئ؟ امپراطورۍ ریښتیا ماتې شوې، که زموږ مړي تر ژوندیو ډېر دي، معیوب، کونډې او یتیمان مو له حساب تېر دي؟ زه فکر کوم د امپراطوریو ماتول هم خیالي دي. خیالي ځکه دي چې د بلې امپراطورۍ تر راتګه موږ د سوال کچکول نیولی وي له خدایه د یو چا راتګ غواړو. تر څو په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ډول مو تکیه شي. د جګړې قرباني خو مو په هېڅ صورت د شمېر وړ نه دي، په میلیونونو هېوادوال مو مړه، معیوب او جلا وطنه دي. کونډې او یتیمان خو تر عامو خلکو ډېر دي.
کوم ملک به چې له اشغال ځان وایست پر ځان بسیا کېدلو ته به یې کار وویل، له هر اړخه به یې ځان خپلواک کړ او له تېرو په زده کړه به یې خپل ملک جوړ کړ. موږ د لومړۍ امپراتورۍ له هدېرې وروسته څه وکړل؟ اوس څه کوو؟ په راتلونکي کې به څه وکړو؟ هېڅ. د یوې له ماتې وروسته به د بلې راتګ ته خپله لار سموو.
امپراتورۍ مو هم ماتې کړې او هدیرې مو هم تر ښارونو ورسېدې. معیوب هم موږ شوو، کونډې او یتمیان زموږ بې شماره شول او جلا وطنه هم موږ. امپراتورۍ مو ماتې نه کړې، بلکې هرې امپراتورۍ موږ مات کړو. په خپل کور کې یې ووژلو، بې عزته یې کړو او له خپله کوره یې وهم شړلو. د هرې جګړې وروسته شمېرنو ښودلې چې د امپراطوریو پر ځای قرباني شوي موږ یو، هغوی چې څرنګه راغلي وو، هغسې ولاړل. په اصطلاح هم مړ زه یم هم پړ.
چا به چې امپراطورۍ ماتې کړې، له سیاسي، اقتصادي او تاریخي اړخه به یې ځان خپلواک کړ او د بلې امپراطورۍ د اشغال لپاره به یې د زمینې برابرولو ټولې لارې ختمې کړې او ځان به یې بې غمه کړ. فکر کوم د اشغال لپاره موږ خپله زمینه برابره کړې او د یوې له ماتې وروسته د بلې هغې راتګ ته شپې شمارو. یا په سیاست کې پاتې راغلي وو، یا مو د لوږې چیغې اسمان ته رسېږي او یا د خپل ورور وژلو ته له بل چا مرسته غواړو. امپراطوري پخپل زړه راشي، قرباني مو کړي او پخپل خوښه بېرته ځي. موږ پرېږدي او کاذبه خوښي او ویاړونه. سبا مو بیا چیغې تر اسمانه هسکې وي او د ځان وژلو لپاره یو بل چا ته سوال کوو.
که نویو نسلونو ته هم د “امپراطوریو د هدېرې” افسانې لېږدوو، ښه نه کوو.
هغه وخت به زموږ ویاړنو خوند کړی وی، چې له هر اړخه پر ځان بسیا او خپلواک وای او د یوې امپراطورۍ وروسته بلې ته د راتګ فکر لا نه وی ور پیدا شوی، راتلل خو بېله خبره ده. موږ خو هر رنګ چې یو خو دغه بې مسؤلیتي باید نوي نسل ته انتقال نه کړو او د افسانو تر سیوري لاندې یې غافله خوب کولو ته را ونه بولو.

1 COMMENT

  1. ښه لیکنه ده.
    خبره دا ده چی:
    نن سبا زموږ په هیواد کی دوې ستری ستری هدیرې تر سترګو کیږی.
    ۱- هغه هدیره چی استعمارګرانو زموږ په غولی کی یو بل ته جوړه کړېده ( یو د بل د ستراتژیو او تاکتتیکونو جنازه ئې پورته کړېده ) چی البته زموږ معدودو وطندارانو د ددې او هغه استعمارګر د فکری دوستانو یا دښمنانو پتوګه ددې جنازو د تشییع په هکله اساسی رول لوبولئ دئ نه ټول وولس.
    ۲- زموږ د عام وولس د کلونو کلونو د هیلو او آرزوګانو او ارمانونو د عدم تحقق هدیره چی البته دا هدیره هم د لومړۍ هدیرې د هندسې او معماری محصول دئ ضمناً په دوهمه هدیره کی د ښخ سوو جنازو سره خواخوږی انسانی او اخلاقی او ملی وجیبه ده او د لومړۍ هدیرې اصلاً د زړه سوی نه دی ځکه د نشې او مستی په حال کی ئې آسونه ځغلولی او پر مځکه را لوېدلی دی.
    په هره توګه، په افغانستان کی ” د امپراطوریو هدیره ” یو ژور او پراخ بحث دئ چی باید په نړیوالو علمی – تاریخی مرکزونو کی د تدریس وړتیا ومومی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب