چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهشنونکي: د افغانستان بهرنی سیاست عملآ د پاکستان لاس ته لوېدلی

شنونکي: د افغانستان بهرنی سیاست عملآ د پاکستان لاس ته لوېدلی

تاند:(دوشنبه، د ميزان پینځمه) يو شمېر شنونکي د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو پرله پسې څرګندونې او اقدامات د پوښتنې وړ ګڼي او ټينګار کوي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره د افغانستان بهرنی سیاست عملآ د پاکستان لاس ته لوېدلی.

په مخکينۍ ولسي جرګه کې د هرات استازی حبيب الرحمن پدرام وايي، چې پخوا يوازې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د طالبانو په استازیتوب څرګنديده او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزير رول یې لوباوه، خو اوس د پاکستان صدراعظم عمران خان هم د طالبانو دومره استازیتوب کوي، چې د پاکستان پر ځای د افغانستان او مشخصآ د طالبانو صدراعظم ښکاري.

په پاکستان کې پخوانی افغان ديپلومات زردشت شمس هم له دې وضعيت څخه نارضايتي ښيي، خو باور لري چې د طالبانو په منځ کې له پاکستان څخه د ځينو ډلو نفرت به دا وضعيت دوامداره کيدو ته پرې نه ږدي.

شمس زياتوي چې د طالبانو له واکمنیدو سره پاکستان په مقطعه يي ډول خپل یوه هدف ته، چې د افغانستان د بهرني سياست کنترولول دي، رسيدلی.

د هغه په باور که د پاکستان ومنل شي، پر طالبانو له خپل اغېزه په استفادې به په کابل کې ان د هندوستان سفارت وتړي.

دا پخوانی افغان ديپلومات دا هم وايي، چې طالبان به له پاکستان څخه د افغانانو نفرت ته په کتو سره، دغه هېواد په خپلو چارو کې ډېرې او خاصتاً ښکاره لاسوهنې ته پرې نه ږدي.

د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد بيا ويلي، چې د پاکستان غلامان نه دي او نه پریږدي چې خلکو ته داسې احساس پیدا شي.

له دې سره شنونکي زیاتوي، چې د عمل په میدان کې پاکستاني چارواکي په نړیواله کچه د طالبانو مدافعان، استازي او حتا تصميم نيونکي دي.

2 COMMENTS

  1. هر څومره چی پاکستان د افغانستان د ولکی ډولونه وهی او په خپلو کړو وړو کی داسی ښايي چی افغانستان دپاکستان د قبضی لاندی راغلی او خپل لوی حریف هندوستان ته يي ماته ورکړی. خو همدومره د عام افغان وګړی د پاکستلن نه نفرت زیاتیږی.
    پاکستان تالبان خپل لاس پوڅی ګڼی او د پاکستان چارواکی ځان د افغانستان اصلی حاکمان او د رښتینی واک سرچینه بولی.
    بل خوا د طالبانو بی حسی او پاکستان ته د افغانستان محتاجول دا ثابتوی چی تالبان یوازی په افغانستان کی د پاکستان ګټی پر مخ بیايي او د افغانستان او افغان ولس د تباهۍ او بربادۍ له احساسه بلکل محروم دی.

    د تالب واکمنی به پاکستان ته په لنډی موده کی د بریا د احساس خوښی ورپه برخه کړی خو په اوږده موده کی به دافغان ولس په نظرکی نور هم پاکستان د افغانستان د رښتینی دښمن ځای ونیسی. همدغه راز د تالبانو او سنۍ کړنلاره به ددوۍ د پرزولو اصلی سبب وګرځی.

  2. دا خو رښتيا وايي له دې نه خو څوک انکار نسي کولای. هر چيرې امران خان قريشي د افغانستان په استاذيتوب خبرې کوي. طالب موزي صمم بکمم او داسي نسي ورته ويلای سي تاسي چوپ سۍ موږ دولت مملکت يو خپل غږ پخپله پورته کولای او نړۍ والو ته يې رسولای سو.متل ده ډمډومک خپله ځاله پخپله خلکو ته ښيي طالب هم خپل ولس ته ځان داسي ثابتوي سي موږ خو د پنجاب غلامان يو. حتا په کونړ کې يو طالب لکه هغه کليوالې ښځي سي بام ته يوې بلې ته ولاړې وي عوې وهي. طالب جان هم د پنجاب ګلخان ته د ګيلې په ډول دعوې وهي او ورته وايي ما پنځوسو ملکو ته ماته ورکړه. دغه جاهل پنځوس هيوادونه او امريکا ته ماته ورکړه خو تورمخي پنجابي ته يې واڼي وتلې او لکه هغه کليوالي ښځي دعوې وهي خو عمل هيڅ نسي کولای.له دوۍ پنجاب اورتې يرغمل نيولې. که دوۍ رښتيا د افغان وينه لري خپلې ښځې د پنجاب له يرغملتوبه وژغوري؟ دوۍ شل کاله د تورمخي پنجابي تر تازينه لاندي تير کړي هيڅ همت نه لري. پنجاب له دوۍ په پرتوګ يستلو بښنه نه غواړي او هغه سي ددوۍ په غاړه کې يې ځنځيرونه وراچولي وه بښنه نه غواړي. دغه موزيان د پنجاب د بيراغ هغه هم له يوې لارۍ نه په کښته کولو بښنه غواړي او هغو کسانو ته سزا ورکوي. دغو موزيانو په رګو کې د پښتنو او افغانانو ويني نسته. ټاکنې هم پنجابی کوي لعنت په داسي مړه غرور او داسي موزيتوب. ټول ورته تر بيډيو پنجابي ته ټيږي او ورته جي سير وايي. هر شنونکی سل په سلو کې رښتيا وايي لمر په دوو ګوتو نه پټيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب