شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهچینايي کمپنۍ وايي، په مناسب وخت کې د عینک مسو د استخراج...

چینايي کمپنۍ وايي، په مناسب وخت کې د عینک مسو د استخراج کار پیلوي

د چین ژیانګ زي کمپنۍ وايي، د افغانستان حالات له نژدې څاري او په مناسب وخت کې به د عینک د مسو په پروژه کې کار پیل کړي.

ژیانګ زي شرکت د مسو او پولادو د صنعت په برخه کې کار کوي.

دې شرکت د چین له ایم سي سي، کمپنۍ سره په ۲۰۰۸ م کال د افغانستان له حکومت سره د عینک د مسو د استخراج قرارداد کړی و. د قرارداد پر اساس به دې شرکتونو د ۳۰ کالو لپاره د عینک مس استخراجولی شوای خو د امنیتي ستونزو له کبله چینايي شرکتونه له قرارداده په شا شول.

د ژیانګ زي شرکت ريیس ژینګ ګاوکینګ نن / دوشنبه په یوه انلاین خبري غونډه کې د عینک د مسو د استخراج په اړه د خپلې کمپنۍ د لېوالتیا یادونه وکړه.

اټکل کېږي چې د عینک د مسو اندازه به تر ۱۱ ملیون ټنو زیاته وي.

دا کان د کابل د جنوب ختیځ په ۴۰ کیلومترۍ کې په لوګر ولایت کې موقعیت لري او د نړۍ د مسو دوهم تر ټولو ستر کان ګڼل کېږي.

په ۱۳۸۷ لمریز (۲۰۰۸ م ) کال د چین (MJAM_MCC) کمپنیو د دې کان قرارداد ترلاسه کړ خو د امنیتي ستونزو ترڅنګ په سیمه کې د پراخو لرغونو اثارو موندل کېدو او د هغوی رایستلو، د رېللارې نه شتوالی او د ایم سي سي له لوري د قرارداد په شرایطو کې د بیا کتنې غوښتنه د دې سبب شوه چې پر دې پروژې چینايي کمپنۍ کار پیل نه کړي.

چینايي لوری په پیل کې د برېښناکوټ او رېللارې د جوړولو ژمنه کړې وه خو وروسته یې وویل چې دا کارونه نه شي کولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب