شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه د افغانستان لپاره د ۶۰۶ ملیون ډالرو فوري مرسته غواړي

ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د ۶۰۶ ملیون ډالرو فوري مرسته غواړي

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۲۲) ملګري ملتونه نن په جینیوا کې له افغانستان سره د مرستو د جلبولو په کنفرانس کې د ۶۰۶ ملیون ډالره فوري مرستې غوښتنه کوي.

د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش په نړیوالو غږ وکړ چې له افغانستان سره څه باندې ۶۰۰ ملیون ډالرو بیړنۍ مرسته وکړي چې د روان ۲۰۲۱ کال د پاتې میاشتو لپاره په دغه هیواد کې د بشري ناورین مخه پرې ونیول شي.

په افغانستان کې پر دې سربېره چې دولتي جوړښتونه ګډوډ شوي، د جګړو له لاسه په لکونو تنه په هیواد کې بې ځایه شوي، بې روزګاري اوج ته رسېدلې او وچکالي هم ډېر خلک ځپلي دي.

د ملګروملتو په کنفرانس کې به مرستندویانو ته وویل شي چې د دوی پیسې به عامو افغانانو ته، چې د یو وخت خواړوه نه لري په داسې ډول ورکړل شي چې د طالبانو لاس ته ورنه شي او نه طالبان ورڅخه د ځان په ګټه تبلیغاتي استفاده وکړي.

ملګري ملتونه وايي «په افغانستان کې وروستیو تحولاتو د افغانانو اقتصادي ستونزې زیاتې کړي او ډېر له لوږې او کاختۍ سره مخامخ شوي دي.»

د نن ورځې په کنفرانس کې د ټولېدونکو پیسو ډېره برخه به د ملګروملتو د خوړو پروګرام ته وسپارل شي.

د ملګروملتو پر اساس، که مرستندویان ۶۰۶ ملیون ډالره بسپنه ورکړي نو د روان کال تر پایه به له ۱۱ ملیونو افغانانو سره مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب