شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهکابل ته د پي آی اې لومړنۍ الوتکه او مزار ته د...

کابل ته د پي آی اې لومړنۍ الوتکه او مزار ته د طالب مشرانو سفر

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۲۲) د طالبانو د فرهنګي کمیسیون یو غړی وايي، د دوی یو شمېر مشران له ۲۱ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په ازاد ډول له کابله مزارشریف ته په الوتکه کې لاړل.

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون غړي او د ویاند مرستیال احمدالله وثیق وايي «د خدای شکر دی، له ۲۱ کلونو وروسته له پلازمېنې کابله د بلخ مرکز مزارشریف ته د خپل هیواد د اریانا افغان هوايي شرکت په الوتکه کې له هر راز اندېښنې او بېرې پرته لاړو.»

ده همداراز ویلي «یو وخت به مې د اشغالګرو له کبله له هلمنده تر کندهاره په سفر ساعتونه تېرېدل»

د کابل هوايي ډګر ته کورنۍ الوتنې پیل شوي او نن د لومړي ځل لپاره د پاکستان یوه مسافري الوتکه هم کابل ته راغله.

د پې آی اې الوتکه کابل ته راورسېده

د پي آی اې یا د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت (PK6249) الوتکه د طالبانو له واکمنېدو وروسته لومړنۍ بهرنۍ تجارتي یا مسافروړونکې الوتکه ده چې د کابل پر نړیوال هوايي ډګر کښېني.

د پي آی اې الوتکه د سهار په ۹ بجې او ۴۵ دقیقې د کابل د هوايي ډګر پر ځغاستلیکه کښېناسته.

په دې الوتکه کې یو شمېر خبریالان سپاره وو.

پاکستان هڅه کوي چې له افغانستانه لسګونه زره افغانان او بهرنیان په خپلو الوتکو کې پاکستان ته ورسوي او له هغه ځایه نورو هیوادونو ته لاړ شي.

دا به د پاکستان د هوايي شرکت لپاره، چې له دېوالیه توب سره مخامخ دی، له اقتصادي پلوه یو کومک وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب