Homeخبرونهطالبانو د امرالله صالح له کوره په میلیونونو ډالر او په لسګونو...

طالبانو د امرالله صالح له کوره په میلیونونو ډالر او په لسګونو د سرو زرو خښتې ترلاسه کړل

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۲۲مه) — طالبان وایي چې د ولسمشر د پخواني مرستیال امرالله صالح له کور نه یې په غټه اندازه ‍ډالر او د سرو زرو خښتې ترلاسه کړي دي.

په یوه ویډیو کې چې ټولنیزو رسنیو ته راوتلې، طالب جنګیالي درې بکسونه ښيي چې له ډالرو ډک دي او ګڼ شمېر د سرو زرو خښتې شماري، او وایي چې دغه شتمني یې د ښاغلي صالح په کور کې کشف کړې ده.

د دغې شتمنۍ دقیقه اندازه نه معلومیږي، خو کافي اندازه ډېره ده چې ښایي ارزښت یې لسګونه میلیونه ډالر وي.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې په بکسونو کې د ډالرو لس زریز بنډلونه پراته دي او دوه درې طالبان ورته ناست دي او پیسې او طلا سره لر او بر کوي.

تېره اونۍ هم، طالبانو په پنجشېر کې چې د پخوانۍ شمال ټلوالې پاتې شونو د مقاومت مرکز باله، بې شمېره وسلې او مهمات کشف کړل.

دا لا معلومه نه ده چې صالح دا پیسې د افغانستان له بیت المال نه اېستلې او د کوم هدف لپاره ذخیره کړې وې که یې د نورو اپراتیفي عملیاتو لپاره له کومې بلې سرچینې څخه ترلاسه کړې وې، خو دا وخت چې متحده ایالاتو په نیویارک فدرل ریزرف بانک کې د افغانستان شتمني کنګل کړې، دغه ډول پیسې کولی شي له طالبانو سره ډېره مرسته وکړي.‌

د ویډیو لېنک: https://www.facebook.com/100011183704694/videos/4383759421739975

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...