شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د وسله وال پوځ اړتيا| جنرال دولت وزیري

د وسله وال پوځ اړتيا| جنرال دولت وزیري

د هېواد د ساتلو لپاره د وسله وال پوځ جوړول او له انګېزې سره یو ځای يې په وسلو سمبالول ډېر اړين دي. که دا کار وروسته یا ناوخته وشي، یا پر خپل وخت تر سره نه شي، مانا دا چې د نظام مشر په خپل لاس د خپل نظام جنازه پورته کوي او هديرې ته يې سپاري. هېڅ هېواد له وسلوالو ځواکونو پرته بقا نه شي موندلی او هېڅ وسلوال پوځ له مسلکیتوب پرته دوام نه شي کولی.

مکاویلي به ویل:

«د یوه مشر لپاره په کار ده چې د واک په پیل کې د وسله وال پوځ په جوړولو پيل وکړي، ځکه که باوري وسله وال پوځ را منځ ته نه شي، د نظام پايښت ډېر ژر له پوښتنې سره مخ کېږي.»

د وسله وال پوځ په جوړولو کې یوازې وسلې او بشري ځواک د پام وړ نه دي، بلکې د وسله وال پوځ لپاره انګېزه او په سیاست پوهېدل خو له سیاست څخه لیرېوالی ډېر اړين دي. ځکه هغه وسله وال ځواکونه چې د غيرمسلکي او په سیاست پورې تړلو کسانو له خوا جوړ شي، داسې وسله وال ځواکونه تل د يوه ګوند او یا يوه شخص په خدمت او واک کې وي. د هېواد ملي ګټې ورته په دویمه یا درېیمه کتګورۍ کې اهميت لري.

د افغانستان د وسله وسله پوځ په هکله زه نه شم ویلای چې غيرسیاسي و او په چا پورې تړلی نه و. ځکه ټول وخت به د دفاع وزیر او لوی درستیز پر ټاکلو جنجالونه وو، ټولې څوکۍ به پر قومونو وېشل شوې وې. زما په باور ملي په دې مانا نه وي چې څوکۍ دې پر قومونو ووېشل شي او هر جاهل او د ملي ګټو ضد اشخاص دې د قوم په نامه په څوکیو وګمارل شي.

وسله وال ځواکونه د هرې سياسي ډلې لپاره چې د واک په سر کې وي ډېر اړين دي، ځکه که چېرې بې پرې او ځواکمن وسله وال پوځ موجود وي، سياسي ډله کولای شي چې په ارامه فضا کې او په سړه سينه د هېواد لپاره خپل طرحه شوي پروګرامونه په ښه توګه عملي کړي. په دې توګه به د ملت په زړونو کې ځای ونيسي او د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل په څېر به څو دورې خپله سیاسي ډله د واک په سر او د هېواد په چوپړ کې وساتي.

اوس چې په هیواد کې د طالبانو سیاسي خوځښت د واک په سر کې دی، اړينه ده چې د وسله والو ځواکونو جوړولو ته تر هر څه د مخه لومړیتوب ورکړي او خپل پام ورته راوګرځوي.

زموږ ځانګړي قطعات، وسلوال ځواکونه، پولیس او روزل شوې لواګانې له مخکې روزل شوي دي، چې د دوی له خوا باید سره تنظیم شي او بېرته راوغوښتل شي.

د دغو ځواکونو په تنظیم او له سره په جوړولو کې يې له بشپړ دقت څخه کار واخلي. د پخواني پوځ ټول مسلکي او د تجربې خاوند کسان په باور کې واخلي او څوکۍ هغه چا ته ورکړي چې وړتيا يې لري.

د افغانستان د وسله وال پوځ چوکاټ په لږ بدلون سره ښه چوکاټ دی، که په جوړولو کې له مسلکي کسانو او هغه چا څخه چی اسلامي او ملي ګټې ورته مهمې وي، کار واخیستل شي، باور لرم چی پايلې به يې د هيواد په ګټه وي.

د بریا په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب