شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو د مدني فعالې فهیمې رحمتي وروڼه خوشي کړل

طالبانو د مدني فعالې فهیمې رحمتي وروڼه خوشي کړل

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۲۲) په کندهار کې د مدني ټولنې د یوې فعالې ډاکترې فهیمې رحمتي وروڼه، چې طالبانو نیولي وو، خوشي شول.

د هغې وروڼه وروسته له دې خوشي شول چې دې پر خواله رسنیو اعلان وکړ چې وسله وال طالبان کور ته ورننوتي؛ پر دې او د کورنۍ پر غړیو یې وارونه کړي او د کورنۍ ۵ غړي یې ورڅخه بېولي دي.

اغلې رحمتي د کندهار ښار په ۱۵ حوزه کې اوسي او وايي چې پر کور یې د طالبانو له لوري برید وړمه شپه شوی دی.

له کله چې طالبانو کندهار نیولی، له دغه ولایته د قتلونو، او نیونو راپورونه ورکول کېږي. طالبان دا ډول پېښې یا نه مني او یا وايي چې شخصي انګېزه لري او دوی یې په اړه پلټنې کوي.

ډاکتره رحمتي، چې د هیلې بنسټ مشره هم ده، په فیسبوک کې په یوه پیغام کې په داسې حال کې د پېښې په اړه معلومات شریک کړي چې په لوړ غږ ژاړي.

دې ویلي چې لسګونه وسله وال بې اجازه په زوره کور ته ورننوتل، د ښځو او نارینه وو په وهلو یې پیل وکړ او ورسره جوخت یې هوايي ډزې کولې.

د دې په وینا طالبانو د دې د دوو وروڼو، اخښي او یوه ګاونډي په شمول ۵ تنه یرغمل کړل.

دې دا هم ویلي چې مشر ورور یې د طالبانو په ډزو ټپي شوی دی.

اغلې رحمتي وايي، یوازې د دې مشر ورور د افغانستان د ملي امنیت په ریاست کې کار کاوه خو ډېر مخکې تر دې چې طالبان واک ته ورسېږي د شخصي ستونزو له کبله یې دنده پرې ایښې وه.

طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې خو طالبان په ځانګړي ډول په کندهار کې د خپل مشر د عفوې د اعلان پیروي نه کوي.

اغلې رحمتي طالبانو ته په خطاب کې وايي«ولې ترور او بېره خپروئ؟ حکومت په دې ډول کېږي، ولې مې مجبوروئ چې له هیواده ولاړه سم؟ ایا اسلام د دې ډول کارونو اجازه ورکړې ده؟ ما ته د څو هیوادونو بلنې راغلې خو رد مې کړې او له ځان سره مې وویل چې هیواد ما ته اړتیا لري.»

د کندهار د استخباراتو ريیس رحمت الله نړیوال وايي، طالبانو وړمه شپه داسې معلومات ترلاسه کړي وو چې د ملي امنیت د ریاست پخواني غړي د کندهار د ۱۵ حوزې په یوه کور کې اوسي.

ده همداراز ادعا کړې، کله چې طالبانو کور ته ورسېدل ډزې پرې وشوې، وروسته نور طالبان ورواستول شول او هغه کسان یې ونیول.

خو ډاکتره رحمتي دا ادعا په کلکه ردوي او وايي چې دوی په خپل کور کې یو پوچک کارتوس هم نه درلود.

3 COMMENTS

  1. عمومی عفو دا معنی نلری چه دبغاوت بیرغ پورته سی او په ډاګه دحاکم ځواک نه تمرد ته خلک رابولی. عفو په تیرو، نه په اوسنی او راتلونکی کړنو.
    تاند وایی چه دا دوحشی ټولنی فعالانو نه ده. ورور یی دخاد کس وو. تسلیم سوی هم ندی. طالبانو ددوی په کور کی ډزی کولی؟ په مدنی پاڼو کی ویل سوی چه دا ښخه بی شرمه شځه ده. طالبانو ته راوتلی او په سپکه یی طالبان کورته نه وو پریښی. دی ویلی وو چه ورور یی نسته. خو بیا موندلی سوی ده. طالبانو ویلی چه ډزی پری سوی.
    یو خبریال هم نسته چه مسلکی خبر تیار کړی. دشپی په چیغه پسی یی منډی کړی او بس.
    دآنلاین دمالوماتو له مخی دچپه سوی حکومت کسان او په غربی پروژو باندی اخیستل سوی زیاتی ښځی دحیا کلتور نه پیژنی او په بی شرمی دطالبانو په نامه افغانستان ته خنډونه پیدا کوی. دهر قانون په لحاظ دامن دمسؤلینو سره بدرفتاری یو جرم دی. که دا ښځه دطالبانو دکشف او تحقیق خبری مانع لویدلی وی نو یو جرم او که یی په هغوی ډزی کړی وی بل جرم او که لا نور درواغ وایی هغه بل جرم دی.
    زما لپاره خو چه خور یی مدنی فعاله وی او ورور یی دملی ملت کس وی داسی کورنی ترشبهی لاندی ده. دوی باید ثابت کړی دوی لا اوس هم په افغانستان کی دشر اچولو لپاره پلانونه نه تعمیلوی.

  2. ثابته دروغ هم یو حد لري، اول خو ستا اداره کوم مشروعیت نلری چا ټکلی ، چا ورته مشروعیت ورکړی ، د ګاونډی هیواد په مرسته پر افغانانو وتپل شوی او حمید فیض مو کابینه جوړه کړه ، که پخوانۍ اداره د امریکی په مرسته جوړه شوی و تاسو د پنجاب غلامان یاست ،که دا خورکی دا کار نوای کړی د هغه ورونه به هم د «خاشه ځوان » او سلګونه نور بیګناه انسانانو په برخه لیک ګرفتار شوی وای ، شرم ده تاسو ته چی د قانونیت خبره کوي لسګونه بیګناه انسان مو بی له کوم جرمه او ګناه صحرائی محاکمه کړ ، شرم پر تاسو.

  3. دچپه سوی حکومت طرفداران دی صبر وکړی. مونږ پوهیږو داسی ښځی دخپلو بادارانو په موجو چالانیږی او یا دویزی لپاره داسی څرخیږی. هر بد انځور دټولو افغانانو سره خیانت دی. او دا دطالبانو بیعقلی ده چه دداسی تخریبی کارو لپاره مجازات نلری. داسی کسانو ته دامریکا قانون په کار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب