شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهذبیح الله مجاهد وايي، ټوله موده په کابل کې و

ذبیح الله مجاهد وايي، ټوله موده په کابل کې و

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۲۲) ذبیح الله مجاهد وايي، په تېرو نژدې دوو لسیزو کې یې د طالبانو ویندويي له کابله کوله.

مجاهد، چې د لومړي ځل لپاره يې څېره د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته خلکو ولیده، وايي، په پلازمېنه کابل کې د خپل دښمن تر زنې لاندې اوسېده.

دی وايي «امریکايي او افغان ځواکونو فکر کاوه چې مجاهد یو خیالي نوم دی او اصلاً یو تن نه بلکې څو تنه دي.»

ده د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته په مرکه کې همداراز وویل «زه څو وارې د دوی له چاپو روغ ووتم. دوی کلک باور درلود چې ذبیح الله یو جعلي نوم دی او وجود نه لري.»

۴۳ کلن مجاهد زیاتوي «زه په افغانستان کې ازاد ګرځېدم. فکر کوم چې دې تصور چې مجاهد هسي خیالي نوم دی، زما سره مرسته کړې وه. له ډېره وخته په کابل کې اوسېدم. د هیواد ګوټ ګوټ ته تلم راتلم. د طالبانو د حملو لومړی لاس معلومات به مې ترلاسه کول. زه د خپلو دښمنانو لپاره یوه معما وم.»

مجاهد دا هم ویلي چې «امریکايي پوځیانو زما په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره خلکو ته پیسې ورکولې، په لسګونو ځلې یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په دې هیله چې ما به ومومي عملیات کړي، خو ما هیڅکله هڅه ونه کړه چې ووځم، حتي په دې مې هم فکر ونه کړ چې له افغانستانه لاړ شم.»

مجاهد په دې مرکه کې ویلي چې اصلاً د پکتیا د ګردېز اوسېدونکی دی او زده کړې یې د اکوړه خټک په حقانیه مدرسه کې کړي دي.

د طالبانو د کابینې یو شمېر نور وزیران لکه سراج الدین حقاني، نجیب الله حقاني، ملاعبدالطیف منصور او ملا عبدالباقي حقاني هم د مولانا سمیع الحق په حقانیه مدرسه کې زده کړې کړي دي.

مجاهد ویلي چې دی وروسته له دې د طالبانو ویندوی شو چې تر ده مخکینی ویاند ونیول شو.

دی وايي چې د طالبانو موسس ملا محمدعمر اخوند یې نه دی لیدلی خو د طالبانو دوه نور مشران ملااخترمحمد منصور، چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ووژل شو، او ملا هبت الله اخوندزاده یې له نژدې لیدلي دي.

5 COMMENTS

  1. خوندوره کُمیډی ده.
    ” عقل ” لوی نعمت دئ او لوی امانت دئ. عقل د حق او باطل د سرحد لوی ساتونکئ او سِپاهی دئ.
    ” عقل ” حُکم کوی چی:
    یا به ذبیح…. مجاهد دروغ وائی
    یا
    به امریکائیانو د طالب سره د جدّی مبارزې د ادعا په هکله دروغ ویل.
    د نن ورځی تکنولوژیک پرمختګ ته په کتو سره د امریکائیانو ” ادعا ” چی ګواکی د طالب سره په جنګ وه یوه دروغجنه ادعا وه ځکه:
    د ذبیح….مجاهد تبلیغاتی فعالیت د مخابراتی سیسټم سره مستقیمه اړیکه درلوده او د تلفون او کمپیوټر مؤقعیت ئې د امریکا او ناټو د استخباراتی دستګاه لخوا د کشف وړ ؤ خو ددې کاریعنی د مجاهد ساب د شتون د ځای د کشف څخه ډډه کېده.بناً
    په یقین ویلای سو چی:
    د طالب پروژه د انګریز او امریکائی تر منځ د نزاکت څخه ډک ( خو آتشین ) زرګری جنګ زیږنده ده.

  2. مجاهد صیب بیا هم یو بل ښکرلرونکي درواغ ویلی ، زه حیران پدی یم چې مجاهد صیب ځان ته مسلمان هم وائي او بیا کالیو سره د ټولو خلکو په سترګو کې ننوځی

    « ان اعظم الخطایا عند الله اللسان الکذوب »

    څو کاله مخکی ټویټر کی مجاهد صیب یو ځل هیر کړی و چې خپل د ټویټر د کارولو ځای off یعنی مړ کړي او ښکاره شو چې مجاهد صیب له « لاهور » د آی ایس آی د مرکز نه ټویټ کوی او دا موضوع په ټویټر کې په سلهاو د ټویټر کارونکي په خپلو سترګو ولید، کله چی مجاهد صیب له خپلی تیروتنی خبر شو سمدستی یی خپل د هستوګنی ځای بیرته off یعنی نامعلوم کړ.
    له بلی خوا منطقی هم نه ښکاری چی مجاهد صیب دی چی د طالبانو یو فعال غړی و کابل ښار کی چی هره ګړی ورته خطر و تیر کړی ښائی پدی وروستۍ میاشتو کی به کابل کی څو شپی او ورځی تیری کړی وي خو دا چی ادعا کوی ټول وخت یی د کابل په ښار کی تیر کړی دا یو ښکرلرونکی درواغ دی .

    مجاهد صیب په تیرو لسو کلونو کی د لسګونه زرو ببګناه ځوانانو سپینګیرو زنانه و او ماشومانو د وژلو او قتل عامونو مسئولیت په ډیر وياړ په خپل غاړه اخستی او که اوس د محاسبی نه معاف ده نو بی له شکه هغه دنیا کې به د دی ټولو کنډو رونډو او یتیمانو لاس او د ده به ګریوان وي.

  3. محترم زیړګل ته سلامونه ، دا د درواغو مجاهد نه یوازی ټول وخت په درواغو او چرندیاتو تیر کړ بلکه لوی منافق دی که دوی پسی امریکا انګلیس او پنجابی پاکستان حمایه نه وای دوی به هیڅکله په ۱۹۹۶ کال کښی ( دوی د افغان ملت دوښمن خلیلزاد او پنجابی پاکستان په کومک د مونږ سلاح جمع کول د قاتلو تنظیمونو څخه سبوتاج کړ او دوی منافقو د مؤقت وخت لپاره ئی ځانونه د مرحوم ظاهرشاه عسکر معرفی کړل او دی منافقو د مونږ سلاح جمع کولو شعار بدرګه کولو او کله چی مطمئين شول نو وروسته دی منافقینو ړوند مرحوم ملا محمد عمر امیر المؤمینین تبلیغ کړ ) به هیڅکله نه وای رامینځ ته شوی !
    وروسته دوی د بوش کورنۍ او بن الادین کورنۍ دوستانو او ګډ تجارتی ملګریو تر مینځ مخالفت سره دا غلامان منافقین په اتفاق سره پنجابی پاکستان خوا ته بی له ادنا مقاومت ولاړل او همدارنګه د افغان ملت دوښمن خلیلزاد ددوحی ډرامی باندی ټول افغانان شهیدان دی چی دوی ئی په څه فریبی سره ددوحا صلحی شعار لاندی ئی دوباره په ارګ کښی داخل کړل او د تنظیمونو غلامان سره ددوکتور اشرف غنی غلام متحدانه کابل ورته پریښود او د شورای نظار قاتلو غلامانو مقاومت د بادار تر هدایت لاندی اعلان کړۍ شو او تهدابی جاسوس او ملی خائين کرزۍ او دده هم مسلکه قاتل عبدالله عبداله هلی ځلی کوی چی دا ټول ملی خائينین د همه شمول حکومت شعار لاندی سره راټول کړۍ شی دا ملی او د اسلام خائينینو ته د اجنبیانو له خوا د افغان ملت وژل او د میرمنو بی ستره کول او دافغان ملت زیاتره د تباه کولو دنده ورکړ شوی دی او غوښتل کیږی چی افغانستان مستقیمآ د پنجابی پاکستان تر کنترول لاندی راوستل شی او یائی تجزئی ته برابر کړۍ شی دا خائين عمل پداسی منافقو دروغګویانو او قاتلانو په اسانی سره صورت موندلۍ شی ، دی تربیه شوو خائينینو ته افغانستان ادنا اهمیت نلری او د افغانستان تاریخی بیرق څخه نفرت لری لکه د قاتلو خائينو شورای نظار په شان د افغانستان نام څخه نفرت لری ، بلی د بچة سقاؤ دوره بیا تکراریږی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب