شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد قطر د بهرنیو چار وزیر له ملا حسن اخونده وغوښتل...

د قطر د بهرنیو چار وزیر له ملا حسن اخونده وغوښتل چې له ټولو افغان خواوو سره خبرې وکړي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲۱) د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني نن په کابل کې د طالبانو له ريیس الوزرا، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سولې د ملي مصالحې له پخواني رييس عبدالله عبدالله سره په کابل کې وکتل.

د قطر د ګلف ټایمز ورځپاڼې له راپور سره سم، ښاغلي شیخ محمد له افغان خواوو سره په افغانستان کې د سولې پر ټینګښت، د کابل د هوايي ډګر د فعالیت پر اړوندو پرمختیاوو او ټولو ته د سفر د ازادۍ د یقیني کولو په اړه خبرې وکړې.

دوی دغه راز له تروریستي ډلو سره، چې د افغانستان ثبات ګواښي د مبارزې پر اهمیت ټینګار وکړ.

راپور زیاتوي، د قطر د باندنیو چارو وزیر له افغان چارواکو (ملا حسن اخوند) په کلکه وغوښتل چې د ملي پخلاینې لپاره له ټولو افغان خواوو سره خبرې وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله د هغو هڅه ستاینه وکړه چې دوی د دوحې د خبرو په ترڅ کې کړې وه.

قطر، چې اوس ویل کېږي د افغانستان په چارو کې مهم رول لوبوي، د بهرنیو چارو وزیر یې په داسې حال کې کابل ته راغی چې د طالبانو له لوري د موقتې کابینې له اعلان سره سره حکومتولي په ټپه ولاړه ده، اقتصاد د سقوط په درشل کې دی، مامورین معاش نه لري، بانکونه نیمه فعال دي، د پاسپورټ او تذکرې په شان مهمې خدماتي ادارې یومخ بندې دي.

پر دې سربېره تودې اوازې دي چې د طالبانو په منځ کې شدید اختلاف دی. د اختلاف یو لوری په قطر کې د طالبانو د دفتر پخوانی مشر ملاعبدالغني برادر ښودل کېږي. نوموړی نن له ملامحمدحسن اخوند سره د قطر د بهرنیو چارو وزیر د کتنې په مهال ونه لیدل شو. یوې سرچینې تاند ته وویل چې ملابرادر نن کندهار ته تللی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب