شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهشیعه مشرانو د طالبانو په سرپرسته کابینه کې د ونډې غوښتنه وکړه

شیعه مشرانو د طالبانو په سرپرسته کابینه کې د ونډې غوښتنه وکړه

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲۱) د افغانستان د شیعه مذهبو لسګونو استازو نن په کابل کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په کتنه کې د طالبانو په سرپرسته کابینه کې د مرکزي سیمو اوسېدونکو ته د ونډې غوښتنه وکړه.

دا په وروستیو ورځو کې دوهم ځل دی چې د شیعه ګانو استازي د پخواني ولسمشر له طریقه له طالبانو څخه د خپل حق غوښتنه مطرح کوي.

تر دې وړاندې د شیعه ګانو دیني عالمانو له حامد کرزي سره په کتنه کې د افغانستان په کابینه کې شیعه ګانو ته د ونډې غوښتنه کړې وه.

د حامد کرزي د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د افغانستان د مرکزي سیمو مشرانو او دیني عالمانو په هیواد کې د بشپړې سولې او ثبات د غوښتنې ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې د طالبانو سرپرسته کابینه ژر تر ژره پراخه شي او د افغانستان ټول خلک ځان پکې وویني.

تېره اوونۍ د افغانستان د شیعه عالمانو استازو هم له کرزي سره په کتنه کې د طالبانو له لوري د اعلان شوې سرپرستې کابینې په غبرګون کې ویلي و چې کابینه دې پراخه شي او د ټولو قومونو تکړه کسان دې پکې شامل کړل شي.

دوی له حامد کرزي څخه غوښتي چې پیغام یې طالب چارواکو ته ورسوي.

د طالبانو له لوري د محمدحسن اخوند په مشرۍ په اعلان شوې سرپرسته کابینه کې هیڅ شیعه او هزاره نه شته.

خو طالبانو ویلي چې دا کابینه موقتي ده ځکه یې وزیران سرپرست بلل کېږي. دوی دا هم ویلي چې کابینه به وروسته پراخه شي او نورو ته به ونډه ورکړي.

3 COMMENTS

  1. د ټولو په یاددی چی کرزی ته کله چی په اصطلاح ولسمشرو عبدالله او دده ډلی د لویی جرګی تالار کی پوچی کنځلی وکړی او دده ترمخی یی دده عکس په سپکاوی را کوز او چیری وری یی کړ او مرګ به کرزی چیغی یی وهلی په هغه وخت یی موږ خپه کړو خو اوس د هغی منظری را یادول سخت خوند راکوی تاندوالو یو ځل بیا هغه عکس خپور کړئ چی زموږ زړه پهخ دغه ام المفسدون یخ شی اوس یی هزاره راټول کړی بله ورځ ګوره پنجسیران راټولوی . عبدالله چی له یو زیات( څو پلرونه) لری او مور یی یوه ده له کرزی ډیر پوخ وخوت. وګوری طالبان یی هم نازوی عجبه ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب