Home+له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې ۲مه لوبه کې هم ماتې...

له ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډلې ۲مه لوبه کې هم ماتې وخوړه

تاند ( یکشنبه، د سنبلې ۲۱) د افغانستان او بنګله دېش له ۱۹ کلنو د کم عمره ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه لوبه هم بنګله دېش وګټله.

افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه ، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې په ۴۲ اورونو کې یواځې ۱۰۱ منډې وکړې او بنګله دېشۍ لوبډلې ته یې د ۱۰۲ منډو هدف ورکړ.

سباوون بنوري ۲۵ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

بنګله دېش لپاره بیا نعیم الرحمن څلور افغان لوبغاړي وسوځول.

د بنګله دېش لپاره موفجل الاسلام ترټولو زیاتې ۳۱ منډې وکړې او دغه راز د افغان لوبډلې له لوري بیا اظهارالحق نوید او شاهدالله حسني ډېره ښه توپ وهنه وکړه او دواړو په ترتیب سره څلور او درې لوبغاړي وسوځول.

بنګله دېش د دلې لوبې په ګټلو سره له افغان لوبډلې ۲-۰ مخکېوالی لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...