یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهارۍ مېرمنې د اسلام په رڼا کې د کار او زده کړو...

ننګرهارۍ مېرمنې د اسلام په رڼا کې د کار او زده کړو حقوق غواړي

تاند ( یکشنبه، د سنبلې ۲۱) د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نن یکشنبه لسګونه مېرمنو د یوه سوله ییز لاریون پرمهال له طالبانو وغوښتل ، چې دوی ته د اسلام په چوکاټ کې د زده کړو او کار زمینه برابره کړي.

لاریونوالو مېرمنو دغه راز هغه میرمنې هم وغندلې چې څو ورځې وړاندې یې د کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو پر ضد لاریونونه ترسره کړی وو.

دوی له طالبانو وغوښتل، چې مېرمنې دې نه زنداني کوي بلکې د اسلام په رڼا کې دې ورته حقوق ور کړي.

لایون کوونکو مېرمنو په یو پریکړه لیک کې د اسلامي امارات له لوري د میرمنو لپاره د زده کړو په برخه له جوړې شوې پالسۍ ملاتړ وکړ.

لاریون کوونکې مېرمنې وایي له هېواده بهر مېشتې مېرمنې چې  د افغان مېرمنو په استازیتوب بربنډ حقوق غواړي زموږ استازولي نه شي کولای.

دوی زیاتوي موږ د غربیانو د قانون له مخې حقوق نه بلکې د اسلامي قانون په چوکاټ کې د حقوقو غوښتونکي یو.

بل لورته بیا تازه د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني نن په یوه خبري غونډه کې په پوهنتونونو کې د هلکانو او نجونو پر جلاکېدو بیاځلې ټینګار وکړ.

حقاني د یوې بهرنۍ خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وویل،چې طالبان نجونو ته په هره برخه کې په هره کچه د زده کړو اجازه ورکوي.

ده په پوهنتونونو کې له بهره د افغان علمي کدرونو د راجلبولو، د لوړو زده کړو د مالي ستونزو او د کتابونو د چاپ په اړه د لوړو زده کړو د وزیر په توګه خپل پروګرامونه تشریح کړل خو ذهن یې تر ډېره د هلکانو او نجونو د ګډ تعلیم په مخنیوي کې مصروف و او کابو د ټولو پوښتنو په ځواب کې یې بیا بیا د دې موضوع یادونه کوله.

نوموړي دغه راز د یوه پاکستاني خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د افغانستان په دولتي پوهنتونونو کې د ښځینه استادانو کمی نه شته خو که په کومه برخه کې ښځینه استاده نه وه، نارینه استاد به د پردې تر شا درس ورکوي.

1 COMMENT

  1. یانې ښځو ته دوی د انسان په سترګو نه ګوري او نه ورته حقوق ورکوي. هر هیواد چې دوی په رسمیت وپیژني هغه هیواد به هم د بشریت ضد وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب