یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبانو د سپټمبر په ۱۱ مه پر ارګ خپل بیرغ وځړاوه خو...

طالبانو د سپټمبر په ۱۱ مه پر ارګ خپل بیرغ وځړاوه خو افغانان یې ملي بیرغ نه بولي

تاند (یکشنبه، د سنبلې ۲۱) طالبانو پرون پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي بریدونو له شلمې کالیزې سره هممهاله پر ارګ خپل بیرغ پورته کړ.

دوی نژدې یوه اوونۍ دمخه کابل ته د پاکستان د استخباراتي ادارې د ريیس له راتک سره په یو وخت د افغانستان ملي بیرغ له ارګ څخه لېرې کړ او په تېرو څو ورځو کې ارګ بې بیرغه و.

طالبانو تر دې مخکې د اګست په ۱۶ مه هم ملي بیرغ د لنډ وخت لپاره له ارګه ایسته کړی او خپل بیرغ هلته ځړولی و خو وروسته یې بېرته ملي بیرغ پورته کړ.

څرګنده نه ده چې طالبانو قصداً د سپټمبر شلمه نېټه پر ارګ د خپل بیرغ د ځړولو لپاره غوره کړې او که تصادفاً یې دا کا رکړی دی. خو په لوېدیځو هیوادونو کې د طالبانو دا اقدام شعوري او د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي حملو غیر مستقیم ملاتړ بلل شوی دی.

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون د یوه غړي احمدالله وثیق په قول ویل شوي چې پر ارګ د طالبانو سپین بیرغ په یو لړ مراسمو کې چې د دوی ريیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند هم حاضر و، پورته شو. د وثیق په وینا د بیرغ د پورته کولو هدف دا و چې نور د حکومت رسمي چارې پیل شوې.

تراوسه پورې د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر پرون په زغرده وویل چې د طالبانو حکومت به په رسمیت ونه پېژني. ګڼو نورو اروپايي هیوادونو او امریکا ویلي چې د افغانستان د حکومت په توګه د طالبانو تر رسمیت پېژندلو مخکې طالبانو ته وخت ورکوي او ګوري چې څه ډول اقدامات کوي.

د بیرغ بدلون ته په کتو داسې نه ښکاري چې طالبان دې د نورو هیوادونو او رسمیت پېژندلو پروا وکړي او له خپلو افراطي دریځونو دې تېر شي.

سره له دې چې طالبان پوهېدل چې د بیرغ په بدلولو ډېر افغانان خوابدي کېږي او د هغو ملاتړ له لاسه ورکوي، بیا یې هم بدل کړ. باور نه کېږي چې د افغانانو اکثریت دې د طالبانو سپین بیرغ د افغانستان د ملي بیرغ په توګه په رسمیت ومني.

له بلې خوا د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني په هامبورګ کې سلکونو افغانانو د ملي بیراغ په ملاتړ لاریون وکړ، دوي همدا شان له نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول له امریکا او اروپا څخه غوښتنه وکړه چې په طالبانو فشار راولي تر څو افغانستان کې د ښځو د حقونو، د افغانستان د بقا، د ملي نوامیسو ساتنه، د بیان ازادي، د بشر د حقونو او مدني فعالیت ته اجازه ورکړي.

19 COMMENTS

  1. سپين بیرغ دي پر خپل ځای وي، خو دا په رښتيا هم ملي بیرغ نه دی، او نه هم افغانان يې خوښوي.

    بیرغ هغه وو چي په درسته نړۍ کي پېژندل سوی وو، نه دا بیرغ چي نن يې وځړوې، سبا بیا خیرن نوي 🙂

    او بل دا چي غیر له پاکستانه بل ځای به دا بیرغ ونه رپېژي..

  2. دا به ډېره عجیبه وي چې قدرت د طالب وې خو بېرغ د شر او فساد د حکومت. دې خبرو ته دومره اهمیت مه ورکوئ، دا د هېچ چا په ګټه نه ده چې په دې حساس وخت کې داسې وړو وړو مسئلو ته وخت ورکړو. دلته نور ډېر مهم او حیاتي مسائل شته چې لومړېتوب لري. هغه کسان او عملي قوت چې د دې بدلونونو تر شا ولاړ دی هغه به خپل بېرغ ته ډېر خوشحاله شي.

  3. بیرغ د اولس وي، د حکومتونو نه…. درې رنګه بیرغ د تېر شلو کلونو د اشغال بیرغ نه دی، لږ تاریخ ته ځېر سه.

    او بل دا وړه موضوع نه ده، د درې رنګه بیرغ سره د افغان ولس زړونه تړلي او د پنجاب لپاره د ډار ټوکر دی…

  4. محمد وروره ستړی مشې ! د تاند مسئولیت دادی چې دسولې خبرې وکړي او نه دفساد ! دا بیرغ د طالبانو داسلامي حرکت بیرغ دی لکه دیوې سیاسی پارټۍ بیرغ او داعکئ ارګ هم ندی ! د آفغانستان ملی بیرغ ته طالبان ډیر احترام لري او په خپل ځای پاتې دی !مننه

  5. محمد تر اوسه د افغانستان ملي بیرغ نه پیژنی او بیا په یوه معتبره ورځپانه کی تبصری هم لیکی، افسوس او افسوس کوم
    محمد ته وایم چه ملی بیرغ دری رنګونه لری چه هغه تور، سور او زرغون دی،
    د شر او فساد بیرغ دری رنګونه لری چه زرغون، سپین او تور دی

    بی خبره ډوزی مه وله
    د ارګ څخه چه کوم بیرغ ښکته شو هغه ملي بیرغ وه نه د شر او فساد

  6. محمده خانه که بیرغ مهم نه وي ولي طالبانو بدلولو. دوهم لطفاً خپل معلومات تکمیل کړه. دا بیرغ ستا تر پاکستان اوږد عمر لري. دا د شر و فساد بیرغ نه دی. عمر دې په پاکستان کې تیر کړی ځکه له خپل ملي بیرغه نه یي خبر. د شر و وفساد په بیرغ کې د ګلاب په شان سور رنګ نه شته د هغو بیرغ تور زرغون او سپین دی. د سور په ځای ستاسو په شان د کفن رنګ یې غوره کړی دی.
    په خدای قسم خورم چي د طالب په راتګ خوشحاله وم خو اوس مې ورنه سخت نفرت کیږي او یقیني شوم چې د پنجابي ګوډاګیان دي.
    تاسي به وګورئ چې دا ځل به د مخکي په شان ۵ یا شپږ کاله نه بلکي ۵ یا ۶ میاشتي له منځه ځي.
    بیرغ زموږ هویت دی هیڅکله یي د څو چړیانو په فرمایش نه بدلوو، زموږ په زړونو کې به وي

  7. شرپسنده کسان به له دی خبری دافغانستان امنیت بیا خراب کړی.
    دبیرغ بدلون همیشه دنوی حکومتونو لخوا راغلی او دتیر دولت بیرغ هم پدی شان وو.
    په تاریخ باندی بنا يو هم نشی کولای ووایی چه کوم بیرغ ملی دی او کوم ندی ملی. که ملی بیرغ غواړی نو دمیرویس نیکه او یا احمدشاه بابا بیرغ ووایاست. هغه دی راسی. خو هغه هم جنجال لری. دتیر حکومت بیرغ خو په خیله ددولت غړو لا نوو منلی نو بیا ملی په څه سی.
    دتیر حکومت بایلونکو خلکو نه هیله ده چه دوی که په ملی خبرو مین وی نو په ملت دی هم مین سی. دملت مینه په تفرقه کی نسته. دملت ګټه په يوه لاس دملت په خدمت کولو کی ده او هغه له طالبانو سره ګډ کار کول غواړی او نه له هغوی څخه نفرت کول.
    دا چه دبیرغ خبر یولړ پښتنو نیولی ده نو هغوی ته وریادوو چه دافغانستان نور قومونه طالبان ستاسو خلک بولی او ستاسو په مقابل کی هر خپل هوشیار او ناپوه تاییده وی. لیږ خو له هغو هم څه زده کړی.
    هر بیرغ دوطن شعار کیدای سی او دهغه بحرمتی هم دحکومت او هم دملت او دخاوری بی عزتی بلل کیدای سی.
    زما په نظر که څوک دبیرغ نیوکی کوی هغه دحکومت بغاوت کوی، هغه که هر حکومت وی. دولت او حکومت دیوی سیکی دوه مخه دی.

  8. تاند دطلوع او اریانا خپرونو په څیر تفرقی ته مخه اواروی. هیله ده هغوی ته د ملت ګټی مالومی وی.
    که دوی دپردو لخوا تمویل سوی وی نو هغه خو بیا بله خبره ده.
    هیله دا بیا سانسور نکړی

  9. آیا دا کوم چې تاسو یې ملي بېرغ یادوئ، په ټول افغانستان کې د منلو وړ وو؟ څو ورځې مخکې د فاریاب او جوزجان په مظاهرو کې، د بدخشان په مظاهرو کې او همدا اوس په پنجشیر کې ایا همدا درې رنګه بېرغ رپېده؟ لږ د ړندو احساساتو او تلقینونو نه راووځئ. د درې رنګه بېرغ شتون مهم دی که د یوه هېواد د اشغال او د ازادۍ مسئله؟ ایا تاسو پوهېږئ چې تر ازادۍ کوم شی پورته او مهم دی؟ که پوهېدای نو غلط قضاوت به مو نه کولای. اوس په افغانستان کې یوه دومره ستره او عظیمه کارنامه تر سره شوې چې تاریخ کې یې ساری کم لیدل شوی. اوس د وحدت او یووالي وخت دی. د وخت په نزاکتونو پوه شئ او خپل یووالی وساتئ. مننه

  10. د پنجشیر په مظاهرو کې هغو ید ملي بیرغ ترځنګ تنظیمي بیرغ چې د دوی په اصطلاح د دوی د مقاومت سمبول دی، پورته کړی و. ستاسو بیرغ خو هیڅوک نه مني.

  11. له تاندوالو هیله کوم چې دا خبر سر ته راولي د اولې صفحې نه پناه شوی دی. دا ډیر ښه خبر دی. زموږ ملي هویت دا بي ناموسان ختموي

  12. قیدانیانو محمد او ثابت او ددوی مصنوعی فریبکاره ملایانو او چړیانو ته د افغانستان تاریخ ، استقلال او بیرغ ادناترین اهمیت نلری دوی ته د خپلو بادارانو له خوا د افغانستان تخریب او د افغان ملت تباهی وظیفه ورکړشوی دی دوی د همداسی ملی خیانت لپاره روزل شوی دی دا چی افغان ملت ددی غلامانو قیدانی اسلامیت څخه تر اوسه هیڅ معلومات نلری لدی کبله دا منافقین او درواغجن د افغان ملت فریبی لپاره آیتونه او حدیثونه همیش کاروی دا اوسنی د کوچنیوالی څخه تربیه شوی بی رحمه قاتل منافقین د قاتلو تنظیمونو تربیه شوو منافقینو څخه هم خطرناکه دی همدائي علت دی چی امریکا او پنجابی پاکستان دوی په ډیره زیرنګی سره د طالبانو تر مشرۍ د همه شومول حکومت شعار لاندی سره راټول کړی ددی خائین اقدام ملی خائین کرزۍ تودی منډی وهی ، کرزۍ وطنفروش لپاره افغانستان اهمیت نلری بلکه د خپل بادار پلیت او ضررناکه پلانونو عملی کول تعقیبوی لدی کبله د افغان ملت دوښمن سره مسلسل په تماس کښی دی او د ځان سره قاتل د رنګارنګو ممالکو جاسوس عبدالله عبدالله خپل څنګ کښی ګرزوی !!!!!

    طالب قیدانیان زیرنګه دی د فریبی لپاره ئی د سعودیانو وهابیانو بیرغ کلیمه په بدل رنګ بیرغ (د طالبان سپین د وهابیانو شین رنګ بیرغ) سره خپله قیدانی اسلامیت تمثیلوی !!!! دی طالبانو، ګلبدینیانو او سیافیانو د خلقیانو په شان د پښتنو بنیادی دوښمنانو ته زیاتره زمینه د تخریب او تباهی برابره کړیدی او کوشش کیږی چی ملی وحدت هیڅ وخت رامینځ ته نشی او افغان ملت لا د تباهی کندی ته ولویږی او اخیر کښی مسعودیان ،ربانیان ، قانونیان ، ګلبدینیان ، دوستمیان ، طالبان ، سیافیان، محققیان خلیلیان او کرزیان عبدالله یان د افغانستان حاکمیت د همه شمول شعار لاندی د افغانستان خرڅون باندی ځانو ته تضمین کړی !!!!!

  13. یو ورور ویلی چی طالبان پښتانه دی، صحی ده پښتو به وایی خو پښتانه یی په دی ۲۵ کلو کی تباه برباد کړل نه یی مکتب نه یی شفاخانه نه سرک هیڅ یی ورته پری نښودل د پښتنو هوښار ځوانان یی ترور کړل مصئون ترین خلک هزاره وروڼه پنجشیر وروڼه او جوزجانیان وو په دی کی واله که په دی شلو کی یو انتحاری شوی وی خو ننګرهار، پکتیا، قندرهار، زابل، هلمند په وینو سور و لغمان کی خو این خرمرګی وشوه

  14. نو له دې نه د پنجاب بیرغ په ارګ کې جګ کړي چې نر او ښځه سره مالوم سي, څوک چې د ااا بيرغ په ارګ کې غواړي نه ناموس باندې بند دي نه په افغانيت او نه تاريخ ورته مهم ده

  15. غروال په خارج کی دی. دخارج خلک باید دتفرفی لیارو ته وده ورنکړی. او کنه نو غالب ګمان دا دی چه دافغانستان له دشمن څخه اوس دافغانستان دتخریب پیسی اخلی.
    هغه کسان چه په افغانستان کی دی او دچپه سوی اداری تړلی کسان دی هغه دی پوه سی چه ستاسو دژوند ساتنه اوس تالبان کوی. لیږ شرف ولری او دتقدیر په ځای خو تخریب مکوی. ستاسو خبری دبغاوت خبری دی.
    مونږ پوهیږو چه دا کسان دښکنځلو لپاره تربیه سوی. دوی بل کوم اخلاقی او مسلکی پوهه نده ښوولی. که نه نو بیا ولی معقول بحث نسی کولای.

  16. وحید خانه بیخی زما خبره دی کړی. ولی دا ځایونه تخریب سول؟ دا په دی چه دکابل پښتنو هغو لنډغرو ته تامه اجازه ورکړی وه چه دپښتنو په ناموسو باندی دامریکایانو سره تجاوز وکړی.
    زما داولسوالی دخټو په یوه کور کی بیا ولی قوماندانی تخریب نسوه؟ په دی چه قوماندان دهر کلی دناموس غم خپل غم بللی وو.

  17. بلی زه په خارج کښی یم اما باید واضحآ وویل شی چی همدی خارجیانو همدا تربیه شوی قاتل غلامان نظر ددوی مضرو هدفونو ته په نوبت سره مخ ته کړی او کوی او ملی ، مسلکی صادقو با استعداده افغانانو ته تر اوسه نه چانس ورکړ شوۍ بلکه دوی ئی له مینځه وړی دی ! د ما انتقادونه هیڅکله تخریبی شکل نه درلود او نه ئی لری برعکس دی مضرو جنایتکارو قاتلانو غلامانو په وسیله افغان قهرمان ملت ددوی او ددوی بادارانو په وسیله نه یوازی د نفاق اچولو لپاره په کلیمو حدیثونو منافقانه چیغو سره ګرم لګیا دی بلکه افغان ملت ئی د تباهی کندی ته اچولۍ دی او د تاسو له خاطره په وچه ډوډی پسی سرګردانه دی ، تاسی طالبانو خپله توره او پلیته تاریخچه نشۍ پټولۍ اول د تاسو راتګ په ابتدا د ۱۹۹۶ کال او په ارګ داخلیدل نه د اسلامی نه د افغانی کلتور سره برابر وه بلکه د تاسی په وسیله پنجابی پاکستان او امریکا خلیلزاد د مونږ سلاح جمع کولو پروګرام ( سلاح جمع کول د تاسو په شان وحشیانو تربیه شوو تنظیمونو څخه ) سبو تاج کړۍ شو ، برعکس صادق او واقعی مسلمانان هم د اجنبیانو غلامی نه منی او همدارنګه د پنجابی پاکستان شیطانی مردود قیدانیتوب څخه تام نفرت لری ، دوم تاسی مضر او مغرور امریکا او انګلیس ته د کمونیستانو په شان سره د نورو غربی هیوادونو یرغل ته زمینه برابره کړه ، تاسی شریرو منافقو ته د عرب منافق شیخ بن الادین روابط د امریکا سره پوره څرګندوو چی هغه او دهغه کورنۍ د امریکا بوشانو کورنی سره څومره نیږدیوالۍ لری او دی جاهلو غلامو طالبانو په یوه قومانده بی له ادنا مقاومت خپل اصلی پنجابی ټاټوبی ته ولیږل شول او د تاسو اوسنۍ ډرامی راتګ او دوباره داخلیدل ارګ ته جهان ولید چی د کومو منافقت شرائيطو سره ( ددوها لعنتی غولوونکی صلحی ډرامه ) د خائين او د افغان ملت دوښمن خلیلزاد له خوا د تاسو دوباره راتګ صورت وموند ، لکه د غلامو کمونیستانو پر ضد د تاسو غلامو پر ضد باید نه یوازی مخالفت څرګند شی بلکه په جدیت سره مبارزه وشی او غیرتی صادق مسلمان افغان ملت به نه د امریکا انګلیس غلامی ته سرونه ټیټ کړی او غلام پنجابی پاکستان ته هیڅکله نه !!!!
    زه د ۱۹۷۹ کال راپدی خوا د افغانستان موضوع کښی راګیر شوۍ یم او دا به دوام ولری تر څو چی دا رنګا رنګ غلامان کاملآ له مینځه یووړ شی دا که تاسی بغاوت وینۍ دا په تاسو پوری مربوط دی په افغانستان کښی ددوستانو فعالیت د ۱۹۸۰ راپدی خوا جریان لری او مطمئین یم چی موفقیت به تر لاسه شی یو ځل موفقیت د تاسو له خوا په ۱۹۹۶ کال کښی تخریب شو ډاډه اوسه دا فعالیت به دوام ولری حتی د ما نه موجودیت سره !!!! د کمونیستانو او د امریکا غلامو دوستانو مسعودیانو او کمونیست دوستمایانو اغتشاش یوازی ډرامه ده او ددی ډرامی مثبتی نتیجی رسیدو ته تربیه شوۍ جاسوس کرزۍ او عبدالله عبدالله ګرم لګیا دی تر څو تاسی ملی خائينین دوباره سره د همه شمول حکومت شعار لاندی اجنبیانو ته مشترکآ د غلامی دنده په ښه تره توګه اجرا کړۍ شۍ !!!!!

  18. ثابته تاسی رښتیا ویل نه پیژنۍ ځکه د تاسو تاریخچه په درواغو رامینځ ته شوی دی دا چی تاسی غلام تربیه شوی یاستۍ او د تاسو ازادی او د خاوری تمامیت او استقلال روحیه ISI او CIA کاملآ درڅخه اخیستی شوی دی نو نظر د تاسو غلامی تربیی ته پدی عقیده یاستۍ چی ټول افغانان د تاسو ( کمونیستان ، تنظیمونه او طالبان ) په شان د غلامی حلقو کښی راګیر دی شکر پدی بیماری باندی یوازی تاسی ګرفتاره یاستۍ او اصیل افغان ملت د شوروی تربیه شوو کمونیستانو ، د ISI او CIA تربیه شوو تنظیمونو او همدارنګه د لعنتی ایران اخوندانو ددوی وحشت ظالمانه ترخی تجروبی عملآ ولیدی او اوس هم ددوی وحشت څخه خلاص ندی او افغان ملت ته ثابته شوی دی چی همدا رنګا رنګو مضرو مکروبونو اجنبیانو ته د یرغلونو زمینه برابرا کړه او ملت ئی تباه کړ !
    نه دی خرڅ شوو تنظیمونو جهاد کړۍ او نه دی خرڅ شوو طالبانو بلکه جهاد او قیام د یرغلګرو پر ضد افغان ملت کړیدی او دا جهادونه او قیامونه د تاسو بادارانو د تاسو غلامو خړوسو نام باندی شعوری تمام کړل تاسی څخه خپل باداران نظر خپلو پلانو ته د لوځکو په شان کار اخلی لکه د بی سواده وحشی طالبانو شړل پنجابی پاکستان ته او بی سواده وحشی تنظیمونو خوشی کول په کابل باندی او لږ وروسته د وحشی تنظیمونو شړل او زیاتره وفاداره وحشی طالبان دوباره په ارګ داخلول نو دا ډورامائی صحنی مسلسل افغان ملت وینی او د تاسو غلامو مغزونو څخه ئی د استقلالیت او ازادی روحیه ایستلی دی او د تاسو اصلاح کیدل غیری ممکن دی تاسی هم دروغګویه او هم منافق یاستۍ دی بیماری باندی تاسی د ISI له خوا او د CIA ډالرو په کومک ګرفتاره کړی یاستۍ!!! که د ما باره کښی د تلوس ډیر زیات وی نو د خیټورو ږیرو څخه پوښتنه وکړه او یا د خیټورو ږیرو په واسطه د تاسو بادار خائين ملعون خلیلزاد ته لار پیداکړه نو بیا به درته معلومه شی چی زه څوک یم !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب