میوند بختیار
هغه وخت چې د خوشال خټک ځواني وه، بس د هماغه مهال کيسه ده، د هغه وخت داستان دی چې د شعر تر شهنشاه د نثر ښاپېرۍ راته ګرانه شوې نه وه. فيسبوک مې کوت، د معاصرو ناولونو په اړه مې ليکنه هم فيسباکه ته پورته کړې وه او ما يې لايک و کمينټ شمېرل، چې ډنګ شو د پوهنتون د وخت د ټولګيوال ملګري مسيج راغی:
– سلامونه اشنا!
– وعليکم السلام! سترګې مې روښانه.
– څنګه يې؟ جوړ يې؟ کورنۍ ته خير دی؟
– الحمد لله ښه يم، ته څنګه يې؟ کورنۍ او دوستان مو ښه دي؟
– شکر، ښه يو، بد نه يو. زوړ ملا، زړې تراوې دي. مننه.
– شکر چې ښه يئ.
– ستا چې ګوتې په غوړيو کې شوې، هيڅ مو پوښتنه هم نه کوې؟
– له مرګي هېر شې، تل مې په ياد يې. که به مې يو ساعت هېرېږې – له ما دې هېر شي دا لوستلي کتابونه
– بديع و بيان؟
– ههههههههههه يه، پنج ګنج.
– يوه خبره درته وکم؟
– هو، مهرباني.
– شېرمحمد څنګه دی؟ هههههههههههههههههه
– کوم شېرمحمد؟
– هرات ته درغلی دی، تورپېکۍ هم ورسره ده.
– ستاسو کوم شناخته دی؟
– ههههههههههههه يه! ته تر اوسه شېر محمد نه پېژنې؟
– ههههههههههههه منېکه يې پېژنم.
– يوه خبره درته وکم؟
– هو، ولې نه هههههههههههه.
– د هرات تاريخي منارونه دې ور ونه ښوول؟
– چاته؟
– شېرمحمد او تورپېکۍ ته، غريبان ناولده دي، شپه يې په نانوايي کې تېره کړې وه او په کوڅو کې سرګردان دي.
– هههههههههههه دا څه په ګډو وډو سر يې؟
– نه يم سر.
– يې.
– يه، ته دا ناولونه ولې نه لولې؟
– لولم يې، هم يې لولم او هم دانه مانه ليکنه پرې کوم، همدا اوس مې هم د معاصرو ناولونو په اړه ليکنه فيسباکه ته پورته کړې ده او ستا لايک و کمينټ لا درک نه لري. ههههههههههههههههه
– ښه!!!
– هونو، څوک د درس څوک د مکتب څوک د تلقين شول
يو خوشال په واړو خلکو کې لونډ دی
ته وايې خوشال شم؟
– هههههههههههه يه! مه کېږه.
– ښه، نورې څه کيسې دي؟
– هيڅ، کراره بده ورځ ده. يوه خبره درته وکم؟
– ههههههههههههههههههه خود يې وکړه.
– ههههههههههههه دا د نصير احمد احمدي د ناول نوم دی، ته يې يو ځل ولوله، بيا به شېرمحمد او تورپېکۍ وپېژني او زه به ولاړ شم چې د فيسباکه ليکنې ته دې لايک او کمينټ درکړم.
– ههههههههههههههههههههههه هی خدای دې غرق کړه.
هرات پوهنتون
۱۴۰۰/۶/۱۵
ههههه