تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲۱) د افغانستان یو شمېر ملي پولیس د طالبانو له واک ته رسېدو راوروسته د لومړي ځل لپاره د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د نظم د ټینګولو لپاره له طالبانو سره یوځای په پوستو کې ځای پر ځای شول.
د اګست په ۱۵ مخکې تر دې چې طالبان کابل ښار ته راننوځي افغان پولیسو دندې پرېښودې.
د پولیسو دوو افسرانو وویل، وروسته له دې چې د طالبانو قوماندانانو ورڅخه وغوښتل بېرته دندو ته حاضر شول.
نن / یکشنبه د فرانس پریس خبري اژانس خبریال د کابل د هوايي ډګر د ترمینل دباندې او دغه راز د داخلي الوتنو په ترمینل کې دننه د سرحدي پولیسو غړي ولیدل.
یوه پولیس د فرانس پریس خبریال ته وویل«زه پرون کار ته بېرته راغلم، څو اوونۍ په کور کې ناست وم.»
ده چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، همداراز وویل «ما ته د طالبانو یوه لوی قوماندان ټېلفون وکړ، راته ویې ویل چې کار ته راشه. خوشاله یم چې بیا خدمت کوم.»
له دې کبله چې اکثره پخواني مامورین او چارواکي په کورونو کښېنول شوي، د افغانستان په اکثرو ادارو کې کارونه په ټپه درېدلي او خلک له خورا زیاتو کړاوونو سره لاس و ګرېوال شوي دي.
د پاسپورټ او تذکرې په شمول یو شمېر ادارې په تېره یوه میاشت کې نه دي پرانیستل شوي.