Home+رونالډو۱۲ کاله وروسته مانچسټر یونایټېد لپاره ولوبېده

رونالډو۱۲ کاله وروسته مانچسټر یونایټېد لپاره ولوبېده

تاند ( یکشنبه، د سنبلې ۲۱) د پرتګال فوټبال لوبډلې مخکښ لوبغاړی کریسټیانو رونالډو دولس کاله وروسته یو ځل بیا له مانچسټر یونایټېډ لوبډلې سره یوځای شو.

نوموړی لوبډلې ته په راتګ سره د مانچسټر لپاره یو ګول وواهه.

نوموړی دا ګول د نیوکاسل یونایټیډ لوبډلې پر وړاندې د لومړۍ نیمایي په وروستیو شېبو کې په داسې حال کې وواهه، چې د مخالفې لوبډلې ګول کیپر غلطي وکړه او رونالډو ترې بشپړه ګټه پورته کړه.

د رونالډو دې ګول د دې کلب ټول لوبغاړي سخت خوشحاله کړل.

په ټولنیزو رسنیو کې د رونالډو د دې شېبې انځورونه لاس په لاس کېږي او مینه وال يې هم سخت خوښ دي.

نوموړی د نړۍ په کچه د فوټبال په ډګر کې زیات مینه وال لري او هره مثبته کړنه یې په نړیواله کچه ستایل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...