سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالبان وايي، ټولې معاملې به یوازې په افغانیو کېږي

طالبان وايي، ټولې معاملې به یوازې په افغانیو کېږي

تاند(یکشنبه، د سنبلې ۲۱) د طالبانو یوه چارواکي د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګنې لویې معاملې به په پاکستانۍ روپیو کېږي.

احمدالله وثیق دا خبره وروسته له دې وکړه چې د پاکستان د کابینې یوه غړي وویل چې دوو هیوادونو موافقه کړې چې په خپل منځ کې به سوداګري راکړه ورکړه په پاکستاني روپیو کوي.

د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو د فرهنګي کمیسون غړي احمدالله وثیق وویل، په ټول افغانستان کې به یوازې په افغانیو معامله کېږي.

که څه هم ښاغلي وثیق په څرګند ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي معاملو ته اشاره ونه کړه خو ویې ویل چې دا خبر رښتیا نه دی چې لویې سوداګري معاملې به په پاکستاني روپیو کېږي.

تېره اوونۍ د پاکستان د مالیې وزیر شوکت ترین د پاکستان د سناجرګې د مالي چارو کمېټې ته وویل، وروسته له دې چې امریکا او د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان نژدې ۱۰ ملیارد ډالره زېرمه کنګل کړه، افغانستان د ډالرو له کموالي سره مخامخ دی نو له دې وروسته به د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه په پاکستاني روپیو کېږي.

پاکستاني سوداګرو د شوکت ترین د څرګندونو هرکلی وکړ خو افغانانو یې په وړاندې توند غبرګون وښود او ګڼو افغانانو په خواله رسنیو کې د پاکستاني روپیو د ترویج پر ضد «افغانۍ زموږ هویت» په نوم یو هشتګ پیل کړ.

د ډېرو افغانانو په باور پاکستان غواړي چې یو وار بیا خپلې روپۍ په افغانستان کې رواج کړي.

که طالبان له نړیوالې ټولنې سره اړیکې ټینګې نه کړای شي او افغانستان یو ځل بیا په نړۍ کې منزوي شي، په افغانستان کې به نه ویازې دا چې د پاکستان اغېز زیات شي بلکې په تدریج به په هره برخه کې په پاکستان متکي شي

1 COMMENT

  1. TO TALIBS//IF YOU REALY AFGHANS.CUT DOWN PAKISTANI INTELLEGENT HANDS FROM AFGHANISTAN INVITE PROFESSIONAL PEOPLES FOR REBUILD OF AFGHANISTAN.
    USE AFGHANI IN THE MARKETS AND DO NOT ALLOW PAKISTANI CRUNCY IN AFGHANISTAN
    BUILD DAME &CONTROL WATER FOR AGRECALTURE&ELECTRICITY,
    PEOPLES WILL GET JOBS,
    YOU CAN IN VITE CHINA FOR THIS PROCESS,
    ZENDA BAAD AFGHANISTAN

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب